بلخ کې یوه ۱۵ کلن هلک ځانوژنه وکړه

۸صبح، بلخ: بلخ کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یوه ۱۵ کلن ځوان ځان ځړولی او خپل ژوند یې پایته رسولی دی.
ځایي سرچینې وایي، چې دغه تنکی ځوان فضلالرحمن نومېده او دوشنبه شپه د سلواغې پر اتمه نېټه یې ځانوژنه کړې ده.
د سرچینو په وینا دغه هلک چې د کندز د قلعهزال ولسوالۍ اوسېدونکی و، د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ په «قرن طوغي» کلي کې یې کارګري کوله.
سرچینې زیاتوي، فضلالرحمن په هغه کور چې کار یې پکې کاوه ځان ځړولی دی.
تر اوسه د دغه تنکي ځوان د ځانوژنې لامل روښانه نه دی او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ځوانانو ترمنځ د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي.