یو اوولس کلن افغان ځوان د ایراني پوله‌ساتو له خوا وژل شوی دی

۸صبح، بادغیس: په بادغیس ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي، یو افغان ځوان هغه مهال ووژل شو، چې ایراني بوله‌ساتو له افغانستان سره پر پوله، پر کډوالو ډزې وکړې.

ځايي سرچينو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي، چې دغه پېښه د يکشنبې په شپه (د غوایي په ۱۷مه) په نيمروز ولايت کې، د افغانستان او ايران پر سرحدي پوله رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ايراني پوله‌ساتو د افغان وګړو پر يوې ډلې چې غوښتل يې ايران ته په ناقانونه ډول واوړي، ډزې وکړې.

ایراني پوله‌ساتو لخوا وژل شوي ۱۷ کلن افغان ځوان (نجیب) نومېده، چې د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار اوسېدونکی و.

د راپورونو له مخې هره ورځ سلګونه افغانان د بې‌وزلۍ، بېکارۍ او امنیتي ستونزو له امله ایران ته اوړي.

ویل کیږي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ایران ته د افغانانو غیر قانوني ننوتل او قاچاق زیات شوی دی.

له افغانستان سره د دغه هېواد په پوله کې د ایراني پوله‌ساتو له خوا پر افغان وګړو ډزې، بې‌مخینې نه دي.

د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې، تېر کال د ایران او افغانستان پر پوله، ددغه هېواد د پوله‌ساتو ځواکونو د ډزو په پایله کې، ۱۱ افغان کډوال وژل شوي ول.

Back to top button