په جوزجان کې يوې ١٧ کلنې نجلۍ ځان په دار ځړولی

۸صبح، جوزجان: جوزجان کې سیمه ییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په قرقین ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ ځان زندۍ کړی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د سه شنبې په ورځ (د غبرګولي په ٢٣مه)، غرمه مهال شاوخوا ١٢ بجې، د قرقين ولسوالۍ په (شورتپې) کلي کې رامنځته شوې ده.

په جوزجان ولايت کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند (عبدالستار حليمي) هم دغه پيښه تاييد کړه او ويي ويل چې تر اوسه پورې ددغې ځوانې نجلۍ د ځان‌وژنې انګيزه نه ده روښانه شوې .

د راپورونو له مخې، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې، په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې، څلورو ځوانو مېرمنو د کورني تاوتریخوالي له امله، ځان‌وژنه کړې او یا هم وژل شوې دي.

د ٨صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې، په تېره يوه مياشت کې، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې، د بېوزلۍ او کورني تاوتريخوالي له امله، لږ تر لږه ١٤ ښځو او ١٤ نارينه وو ځان‌وژنه کړې.

Back to top button