۸صبح، بلخ: بلخ کې سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یوه ځوان ځان زندۍ کړی دی.
د دغه ځوان خپلوانو یکشنبه د چنګاښ پر ۲۶ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې نوموړی ځوان میرویس ایوبي نومېده او پرون یې د مزارشریف ښار د اوومې امنیتې حوزې اړوند په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.
ویل شوي، چې میرویس ایوبي څو ورځې وړاندې له یوه خصوصي پوهنتون څخه د فارمسۍ په برخه کې فارغ شوی و.
تر اوسه د دې پېښې انګېزه روښانه نه ده؛ خو اقتصادي ستونزې او د کار نه پيدا کول په هېواد کې د ځوانانو د ځانوژنې لامل ګڼل کېږي.
له دې وړاندې هم په ځينو ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي.