په بامیانو کې یوه ۲۲ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده

۸صبح، بامیان: په بامیان کې ځایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې یوه ۲۲ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
ځایي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه ځوان لایق نومېده او د چهارشنبې په ورځ یې (د وري په ۲۳مه،) د بامیان ولایت د مرکز د درې فولادي اړوند د سیاه خاک په کلي کې ځان زندۍ کړی دی.
د سرچينو په وینا، د دغه ځوان جسد د لا ډېرو څېړنو په موخه د باميان ولايتي روغتون ته لېږدول شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، لایق د باميانو په مرکز کې د يوه خصوصي شرکت کارکوونکى و. د هغه د ځانوژنې لامل لا څرګند نه دی.
د بامیانو ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په وروستیو میاشتو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده. بې وزلي، بې روزګاري، بې برخلیکي، کورنی تاوتریخوالی او د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه د ځوانانو د ځان وژنې د زیاتوالي لاملونه بلل کېږي.