د افغانستان په شمالختیځ کې د ریښتر په کچه ۴.۲درجې زلزله وشوه

۸صبح، کابل: د امریکا د زمکپیژندنې ادارې (یواسجياس) ویلي، د ریښتر په کچه ۴.۲ درجې زلزلې، د افغانستان شمال ختیځ ولړزاوه.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دغه زلزله نن دوشنبه (وري۷)سهار ۴:۵۳ بجې، د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ په ٢٥ کيلومترۍ کې رامنځته شوی ده.
د دغې طبیعي پېښې د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.
تېره اوونۍ هم د ریښتر په کچه د ۶،۸ درجې یوې زلزلې چې مرکز یې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې و، نه یوازې افغانستان، بلکې تاجکستان، پاکستان او هند هم ولړزول.
که څه هم د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت تېره ورځ مشخصې شمیرې نه وې وړاندې کړې، خو ویلي یې وو چې د تېرې اونۍ زلزلې افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.