۵.۴ رېښتره زلزلې د افغانستان او تاجکستان ځینې برخې ولړزولې

۸صبح، کابل: بدخشان کې د طالبانو ځایي مسوولان په دغه ولایت کې له یوې زلزلې خبر ورکوي.

بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي ویلي، چې دغې زلزلې د شغنان ولسوالۍ ځینې سیمې لړزولې دي.

په همدې حال کې د امریکا د ځمکې‌پېژندنې سازمان اعلان کړی، چې دغه ۵.۴ رېښتره زلزله دوشنبه سهار د لړم پر ۱۶ د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې شوې ده.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې دغې زلزلې د افغانستان ګاونډی هېواد تاجکستان چې له بدخشان سره پوله لري هم لړزولی دی.

تر اوسه د دې زلزلې د اوښتو تلفاتو او زیانونونو په اړه معلومات نشته.

د ویلو ده، چې دغه زلزله په ځمکې ۱۰۳ کیلومتره ژوره شوې ده.

ورته لیکنې

Back to top button