سر پرې شوی او په مرميو سوری جسد، د طالبانو په زندان کې د يوه زوی او پلار د وژنې کيسه

په غور کې ځایي سرچینې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو له لوري د یوه قومي مشر او د هغه د زوی د وژل کېدو خبر ورکوي. دغه پلار او زوی شاوخوا درې میاشتې وړاندې د طالبانو له خوا نیول شوي وو، خو دوه ورځې وړاندې یې جسدونه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې موندل شوي. د دغه قومي مشر خپلوان وايي، چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې طالبانو د دغو دوو کسانو له نيول کېدو بې خبرې ښوده، خو اوس يې د هغه کورنۍ خبره کړې چې د دغو دوو تنو جسدونه په سړې خونه کې دي. په تېره یوه اونۍ کې دا دویمه پېښه ده، چې د طالبانو په زندانونو کې د دې ډلې د وحشتناکې ربړونې ښودنه کوي.
په غور کې ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو د روان کال د تلې میاشتې په لومړیو کې احمد خان رسولي او د هغه زوی شرف الدین رسولي په خپل کور کې ونیول. د ښاغلي رسولي د خپلوانو په وینا، دغه قومي مشر او زوی یې د طالبانو د استخباراتو د ځواکونو له لوري نیول شوي وو. احمد خان رسولي چې په رئیس احمد خان مشهور و، د غور ولایت د نوې جوړې شوې «الفاروق» ولسوالۍ یو قومي مشر و. هغه د جمهوریت پر مهال هم له ولسي ملاتړه یو برخمن مخور و. خو له طالبانو سره یې همکاري کوله او دغې ډلې ته یې د غور ولایت د مهمو برخو په سپارلو کې مهم رول درلود. خو طالبانو د هیواد له نیولو وروسته د هغه همکارۍ ته هم پام ونه کړ او په ډزو سره یې ووژاه.
سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو احمد خان رسولي او زوی یې د داعش ډلې د غړیتوب په تور نیولي وو. طالبانو ته یوې نږدې سرچینې چې نه غواړي په دغه رپوټ کې یې نوم یې واخیستل شي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «طالبانو ته داسې معلومات رسیدلي وو چې احمد خان له داعش سره اړیکې لري او د داعش غړی شوی او په دې ورځو کې یې له داعش نه ۱۲ لکه افغانۍ اخیستي دي.» که څه هم د هغه کورنۍ د طالبانو دغه ادعا نه تاییدوي، خو د سیمې اوسېدونکي په دې باور دي، چې که هغه د داعش غړی هم وای، باید زنداني شوی وای او طالبانو ته، چې ځانونه د هېواد واکمنان ګڼي، په کار نه وه، چې هغه او زوی یې په دومره بې رحمۍ ووژني.
د احمدخان رسولي او د هغه د زوی له نیول کېدو وروسته د فراه ولایت یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو اړوندو ارګانونو ته ورغلل او د هغوی د برخلیک په اړه یې د وضاحت غوښتنه وکړه. خو په غور کې د طالبانو د استخباراتو ریاست د ښاغلي رسولي نیول رد کړي دي. په غور کې د طالبانو ملکي او نظامي ادارو ته د خلکو له پرله پسې ورتګ سره سره، په تېرو درېيو مياشتو کې د دغه قومي مشر او د هغه د زوى د نيول کېدو په هکله هېڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د الفاروق ولسوالۍ اوسېدونکو له ډېرو هڅو وروسته يو غوښتنليک وليکه او د طالبانو د ريس الوزرا دفتر ته يې ولېږه. هغوی په دغه غوښتنليک کې د دغه قومي د نيولو د لامل او د هغه د برخليک د څرګندېدو غوښتنه کړې وه. د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د غوښتنليک یوه کاپي د ۸صبح ورځپاڼې لاسته ورغلې، چې پکې لیکل شوي: « د درناوي په وړاندې کولو سره ! د غور ولایت د یوه مخور او قومي شخصیت الحاج احمد خان رسولي او د هغه زوی الحاج شرف الدین رسولي د نيول کېدو په تړاو چې څو ورځې وړاندې د استخباراتو د لوی ریاست د منسوبینو له خوا نیول شوي، لیکو چې موږ باور لرو، چې هغه د غور په خلکو کې ځانګړی ځای لري او دغه راز يې په الفاروق ولسوالۍ کې د اسلامي امارت په برياليتوب او د هستی په پياوړتيا کې همکاري او دغه راز په دې ولسوالۍ کې يې د اسلامي امارت له مجاهدينو سره بې ساري مرستې کړی دي. خو دا چې د استخباراتو رياست هغه په هر تور نيولي دي، لازمه ده چې د قانون او شریعت له مخې يې، د برخلیک په تړاو معلومات وي.
په دغه غوښتنليک کې دا هم راغلي چې:« د دغه قومي مشر له نيول کېدو راهيسې مو د غور ولايت د استخباراتو له رياست او د دغه ولايت له نورو چارواکو نه د هغوى د برخليک په هکله معلومات غوښتي، خو دغه ادارې د هغوی د برخليک په تړوا بې خبري ښيي.» د الفاروق ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو له رياست الوزرا وغوښتل چې د غور سیمه ییز چارواکي دې ته اړباسي، چې د دغه قومي مشر او د هغه د زوی د برخلیک په تړاو معلومات ورکړي.
د الفاروق ولسوالۍ یو اوسیدونکی وايي، چې تر دې مهاله د طالبانو رياست الوزرا هم دوی ته ځواب نه ورکړی. بلخوا، د سیمې خلک یو ځل بیا د روان کال د لړم مياشتې په لومړیو کې د غور لپاره د طالبانو والي احمدشاه دین دوست ته ورغلل او له هغه يې د دغه قومي مشر او د هغه د زوی د برخليک د روښانه کېدو غوښتنه وکړه. د غور والي له هغوی سره ژمنه وکړه چې تر يوې بلې ورځې به يې مړی يا ژوندی وروسپاري. د دغه قومي مشر خپلوان وايي، سره له دې چې د دين دوست له ژمنې یوه اونۍ تېره شوه، خو بيا هم د احمد خان او دهغه زوی برخليک معلوم نه شو.
په غور ولایت کې یوه سرچینه تاییدوي چې طالبانو د روان کال د تلې مياشتې په لومړیو کې احمد خان رسولي او د هغه زوی د پلټنو لپاره کابل ته لېږدولي وو. خو سرچينې نور جزیات ورنه کړل.
اوس چې د احمد خان رسولي او د هغه د زوی شرف الدین رسولي له نیول کېدو نږدې درې میاشتې تېرې شوې، څرګنده شوې چې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو دغه دوه کسان تر شکنجې وروسته وژلي دي. د احمد خان رسولي مړی دوه ورځې وړاندې د یکشنبې په شپه د ليندۍ په ۱۳ مه، د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار په «الندر» سیمه کې وموندل شو. لکه څنګه چې د دغه مشر خپلوان وايي، احمد خان په ډزو وژل شوی او د هغه د زوی سر پرې شوی دی. د دغو دوو تنو مړي د فيروزکوه ښار په مرکزي سره خونه کې ساتل کيږي او کورنيو ته يې نه دي سپارل شوي.
دا لومړني بندیان نه دي چې په زندان کې د طالبانو د شکنجې له امله وژل کیږي. په ورته يوې پېښه کې شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې په جوزجان ولايت کې د ښوونځي يو ښوونکی د طالبانو د استخباراتو له لوري ونيول شو. د دغه ښوونکي کورنۍ تېره اوونۍ خبره شوه، چې هغه په زندان کې د طالبانو تر شکنجې لاندې مړ شوی دی. ځايي طالب چارواکو د وژل شوي کس کورنۍ ته ويلي، چې هغه يې د کابل په شهدا صالحين سيمه کې خاورو ته سپارلی او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې قبر يې خلاص کړي. تر دې وړاندې هم د طالبانو په زندانونو کې د وحشتناکو شکنجو ډېر راپورونه خپاره شوي دي.