د غزني مالستان کې د کتاب ویلو سیالۍ په لار واچول شوه

٨صبح، غزني: غزني کې سیمه ییزې سرچینې په دې ولایت د کتاب ویلو د سیالۍ د پرلاره اچولو نه خبر ورکوي.
سرچینو پنجشنبه د کب په نولسمه، وویل، د کتاب ویلو دغه سیالۍ تېره ورځ د دغه ولایت مالستان ولسوالۍ کې پیل شوې وه چې پکې سلګونه نجونو او هلکانو ګډون کړی و.
د سرچینو په وینا، کوم کتاب چې د دې سیالۍ لپاره غوره شوی و، ”د سهار وږمه“ په نوم یادېږي چې ډېری انګېزشي جنبه لري.
په دې پروګرام کې نېږدې ٦٥٠ زده کړیالانو ګډون درلود چې ٩٠ سلنه یې نجونې وې.
د دې پروګرام مسوولین وایي چې د کتاب ویلو د سیالیو د پرلاره اچولو نه یې موخه، د مطالعې دودول دي.
د دې سیالۍ پرلاره اچوونکو له طالبانو وغوښتل څو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
ویل کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دغې ډلې د نجونو پر مخ پر زده کړو بندیز لګولی دی.