اکاډمیسن سلیمان لایق په ۱۳۰۹لمریز کال کې، د پکتيا په ښرنې کې دې ژوند ته سترګې را غړولې وې. د هغه اصلي نوم غلام مجدد او د پلار نوم یې هاشم خان و. سلیمان لایق په کال (۱۳۳۶ ل.ل) کې د ادبیاتو د پوهنځي د فلسفې له څانګې فارغ شو. لايق صېب په راډیو افغانستان کې او پښتو ټولنه کې کار وکړ. بیا یې د پرچم د جریدې د امتیاز د خاوند په صفت دنده تر سره کړه. سلیمان لایق ددې ترڅنګ د افغانستان د علومو اکاډمۍ رئیس هم پاتې شوی ؤ، چې وروستیو کلونو کې بیا تر دې دمه ددې اکاډمۍ مشاور ؤ. لایق د افغانستان یو تکړه او مشهور لیکوال او شاعر چې په اشعارو کې يې له وطن سره مينه له ورايه ښکارېده. نوموړي د خپل ژوند په دوران کې پښتو ادب ته ډېر کار کړی و چې ګڼ شمېر چاپي او ناچاپ آثار يې په ميراث پرېښي دي. د ارواښاد لایق د مشر زوی، غرزي لایق، د ژمنې له مخې، د هغه ناچاپ اثار، چې څو ټوکه خاطرات یې دي، به ژر ترژره د هغه له وصیت سره سم چاپ او خپاره شي. اکاډمیسن سلیمان لایق د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۳۱ د لوی اختر په لومړۍ ورځ، د ورپېښې ناروغۍ له امله د جرمني په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د ارواښاد سليمان لايق د اشعارو يوه بېلګه
« د یادونو گورستان»
ویده دریاب وم په څپو پسې روان سومه
بادونو ویښ کړمه لاروی د توپان سومه
ساحل مې پریښود، په هوډونو کې د سرو سندرو
یرغلیز شعر سوم، ناره د هر افغان سومه
د ستمگرو د تاریخ په توره کرښه باندې
د وژل سویو فریادونو ترجمان سومه
تورې کیږدۍ سره مې غوټه کړه د هیلو هڅه
د بې تقدیره پردیسانو غزلخوان سومه
د وخت مغلو ته مې وایسته له تیکې توره
تقدیر مې جنگ شو د خټکو خوشحال خان سومه
په گونگو غرو کې مې خوره کړه د پاڅون سندره
په مړو ډبرو کې ناره سومه سوران سومه
نوی دوران کې د میړانو په نغریو باندې
سره حماسه سوم ویښوونکی د انسان سومه
د پښتو شعر ته مې ورکړه د رزمونو ژبه
د خدای قلم سومه، ناره سومه، فرمان سومه
په اور اخیستو گودرونو کې د سویو بتو
پاتې سندره سوم، تاریخ سومه، زمان سومه
په تورو شپو کې له دیوانو سره وجنگیدم
د خپل وطن د اساطیرو سلیمان سومه
اوس د گبین مچیو وایستم له خپله واکه
د گلبڼونو په وږمو کې پریشان سومه
د یوه شهید گلاب په پاڼه لکه سوی پتنگ
سړه ایره سوم د یادونو گورستان سومه
اوس مې در نیسی په پلو کې د ښرنې نجونو
د بیابان وم دوباره د بیابان سومه