بلخ ولایت کې یو سوداګر له خپل کوره وتښتول شو

۸صبح، بلخ: بلخ کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې مزارشریف ښار کې د ډبرو سکرو یو سوداګر سړي تښتوونکو بېولی دی.
سرچینې چهارشنبه د لیندۍ پر ۲۳ وایي، چې دغه سوداګر محمداصغر نومېږي او د روانې اونۍ د دوشنبې پر ورځ د مزارشریف ښار د اوومې ناحیې له اړوند خراسان سیمې څخه تښتول شوی دی.
د دغه سوداګر خپلوان وایي، چې تر اوسه د سړي تښوونکو له خوا اړیکه نه ده ورسره نیول شوې.
د ویلو ده، چې جنایي جرمونه له دې جملې انسان تښتونې په وروستیو ورځو کې زیاتې شوې دي.
موده مخکې سړي تښتوونکو د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې یو سوداګر جومات ته د تلو پرمهال د خپلو کور له مخې وتښتاوه.
په دې لړ کې بلخ کې د طاللبانو د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول وایي، چې تېر یوه کال کې ۱۱ تنه د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي دي.