ننګرهار کې یو دیني عالم ووژل شو

۸صبح، ننګرهار: سیمهییزې سرچینې وایي، چې ننګرهار کې ناپېژانده کسانو یو دیني عالم وژلی دی.
سرچینې سهشنبه د لیندۍ پر لومړۍ نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د مولوي ګلبدین په نوم یو دیني عالم د ننګرهار د سپینغر ولسوالۍ په کوشتل سیمه کې د ناپېژانده کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې دغه سلفی دیني عالم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له زندانه خوشی شوی دی.
طالبانو په ننګرهار کې تر اوسه د داسې پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې له دې مخکې هم ننګرهار کې دیني عالمان د سلفيوالي په تور د ناپېژانده وسلهوالو له خوا وژل شوي دي.