د بغلان د مقاومت جبهې یو قوماندان په سرپل ولایت کې ونیول شو

۸صبح، سرپل: سیمهییزې سرچینې وایي، چې بغلان کې د مقاومت جبهې یو قوماندان د سرپل ولایت له اړوند سیمو نیول شوی دی.
سرپل کې سرچینې یکشنبه د مرغومي پر ۱۸ وایي، چې طالبانو د بغلان په نهرن کې د مقاومت جبهې یو قوماندان منصور جوانمرد درې ورځې مخکې د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ له اړوند برخو نیولی او بندی کړی دی.
هغه تېره تله میاشت کې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې د یوې ډلې د مشرۍ خبر ورکړی و.
سرپل کې د طالبانو مطبوعاتي دفتر د منصور جوانمرد د انځور په خپرولو د ده نیول تایید کړي دي.
مقاومت جبهې تر اوسه د دغه قوماندان د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې طالبانو د مقاومت جبهې کابو ۳۰ جنګیالي تخار او بغلان کې نیولي دي.