د تېر حکومت د عامه ساتنې د کنډک یو قوماندان د طالبانو په زندان کې تر شکنجو لاندې دی

۸صبح، پنجشیر: په پنجشیر ولایت کې ځایی سرچینې وایي چې د میدان وردګو ولایت لپاره د تېر حکومت د عامه ساتنې ریاست د کنډک قوماندان د طالبانو د استخباراتو په «۰۳۱» زندان کې بندی دی او تر سختو شکنجو لاندې دی.

سرچينو د وري په ٢٤مه، له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې دغه قوماندان کمال الدين نومیږي او د پلار نوم يې جمال الدين دى.

نوموړی د تېر کال په لیندۍ میاشت کې د طالبانو لخوا د پنجشیر ولایت د ابشار ولسوالۍ په سنګي خان کلي کې د ملي مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیول شوی و.

سرچينې د کمال الدين د کورنۍ له قوله ادعا کوي، چې د طالبانو لخوا د زياتو شکنجو له امله د نوموړي روغتيايي حالت خراب دى
کمال الدين په تېر حکومت کې د لوګر ولايت د څرخ او برکي برک ولسواليو امنيه قوماندان هم و.

د دغه پخواني نظامي کورنۍ له ډېرو هڅو سره سره د طالبانو په زندان کې د هغه پر لیدو نه ده بریالۍ شوې.

د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو د کمال الدین کورنۍ ته خبرداری ورکړی چې د هغه د خوشي کېدو په لټه کې ونه اوسي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پيلېدو راهيسې په هېواد کې د پخواني حکومت په سلګونو ملکي کارکوونکي او نظامیان په بېلابېلو پلمو نيولي او شکنجه کړي او په ځينو موردونو کې يې وژلي دي.

په دې وروستیو کې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د پنجشیر له پریان ولسوالۍ نه لږ تر لږه ۱۴ ملکي وګړي نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي. طالبانو د دغو کسانو د خلاصون په بدل کې د پیسو او وسلو غوښتنه کړې ده.

Back to top button