له افغانستانه د امریکا د بې مسوليته وتلو محرم راپور؛ بایډن د القاعدې د حضور د نشتوالي د ريښتیا کېدو خبره کوي

لیکنه: امین کاوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د خپل راپور د محرمې نسخې یوه برخه خپره کړه. د دغه راپور له مخې، امریکا د بدې سناریو لپاره کوم پلان نه درلود. په راپور کې له کابله د وتلو د کړکېچ په مدیریت کې د بایډن پر ادارې هم سختې نیوکې شوې دي. په دغه راپور کې ویل شوي چې د ټرمپ د دورې کمزوری پلان له افغانستانه د بایډن د ادارې د ناوړه وتلو لامل شوی دی. د دغه راپور یو بل بنسټیز چورلیز، له افغانستانه د وتلو په اړه د دغه هېواد د حکومت په لوړه کچه بې نظمي بلل شوې ده. ددغه راپور له خپرېدو سره هم مهاله، جوبایډن په یوه غبرګون کې ویلي دي، چې په افغانستان کې به القاعده نه وي. د امریکا د ولسمشر دغه څرګندونې له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي. د ځینو افغان سیاستوالو په وینا، بایډن د دوحې د تړون هغه پټې ضمیمې افشا کړې، چې له مخې یې د طالبانو ډله د امریکا په واګنر بدله شوې ده. خو طالبانو د بایډن د وروستي دریځ هرکلی کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې  د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل نوي راپور کې د القاعدې له حضور او له طالبانو سره د دې ډلې له نېږدې اړیکو پرده پورته کړې ده. د دغه راپور له مخې، د القاعدې په ګډون ترهګرې ډلې د طالبانو ډلې له واکمنېدو وروسته له زياتې ازادۍ برخمنې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، د چنګاښ په ۹مه، د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۲۴مه، له کابله د وتلو د بهیر په اړه د خپل محرم راپور یوه برخه خپره کړه. په دې راپور کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر ادارې سختې نیوکې شوې دي. پر دې سربېره، ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د پای ته رسولو په اړه د ولسمشر ټرمپ او بایډن پرېکړې د افغان حکومت پر ثبات او امنیت جدي اغېزې لرلې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خپل ۸۰ مخیز راپور څلورمه برخه خپره کړې، چې پکې د امریکا د اوسنیو او پخوانیو حکومتونو له ۱۵۰ چارواکو سره مرکې شوې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي دي، چې د امریکا د دواړو ولسمشرانو په دوره کې د جګپوړو چارواکو په کچه د تر ټولو بدو سناریوګانو په اړه او دا چې د وتلو بهیر باید څومره چټک مخته ولاړ شي، کره معلومات نه وو. د راپور موندنې ښیې چې د ټرمپ او بایډن په ادارو کې د لوړ پوړو چارواکو تر منځ کمزوری پلان د ۲۰۲۱ په دوبي کې له افغانستانه د متحده ایالتونو «له ګډوډیو ډکو او مرګونو وتلو» سره مرسته کړې ده. د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۷ په یوه ځانمرګي برید کې تر ۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شول، چې په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي پوځیان هم وژل شوي وو. داعش د برید پړه پر غاړه واخیسته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت محرم راپور ښيي چې کله طالبان د کابل پر لور د پرمختګ په حال کې وو، د دغه هېواد چارواکو د طالبانو پر وړاندې د مخکیني حکومت د مقاومت د وخت په اړه بېلابېل اټکلونه کړي دي. په راپور کې ویل شوي چې هغوی د بدې سناریو لپاره پلان نه درلود او د افغانستان د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په «تضمینونو» یې تکیه کوله. د دغه راپور موندنې ښيي چې د افغانستان مخکیني ولسمشر امریکايي چارواکو ته د کابل د دفاع ډاډ ورکړی و. د راپور له مخې، امریکايي چارواکو فکر کاوه چې «د کابل پر دفاع تمرکز کولای شي طالبان د یو څه وخت لپاره لېرې وساتي.»

د راپور له مخې، طالبانو د کابل کنټرول تر هغې ډېر چټک په خپل لاس کې واخیست، چې تمه یې کېده، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دې پلوه له «د پراختیا او پېچلتيا له اړخه له بې سارې دندې» سره مخ شوی و. په راپور کې ویل شوي چې د دغو وتلو پراختیا او اندازه غیر معمولي وه او په ۱۹۷۵ کې له څو کلونو سختو پوځي او سیاسي جګړو وروسته له ویتنامه د امریکایي ځواکونو  له وتلو سره د پرتلې وړ نه وه. په راپور کې ویل شوي، کله چې د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې واک پرېښود، له وتلو وروسته په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د ساتلو او د افغانستان د متحدینو د برخلیک په اړه مهمې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

د راپور د موندنو له مخې، دا څرګنده نه ده چې امریکا څنګه د ۲۰۲۱ کال د مې د لومړۍ نېټې په ضرب‌الاجل عمل کړی دی، په داسې حال کې چې د ټرمپ ادارې یو کال مخکې له طالبانو سره د وتلو تړون لاسلیک کړی و. په راپور کې راغلي چې له افغانستانه د دغه هېواد د پوځ چټکو وتلو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لپاره ستونزې را ولاړې کړې وې. په راپور کې مخکیني افغان دولت ته د بګرام د هوايي اډې د مسوولیت د سپارلو په اړه د بایډن د حکومت پر پرېکړې نیوکه شوې او ټینګار یې کړی د کابل هوايي ډګر د وتلو یوازینۍ مناسبه لار پاتې شوې وه.

په راپور کې دې ته اشاره شوې چې د ۲۰۲۱ کال په جون او جولای کې په کابل کې د امریکا سفارت په نږدې وخت کې د اشرف غني د حکومت د نسکورېدو په اړه خبرداری ورکړی و او امریکايي ډیپلوماټانو له افغانستانه د امریکا د سیمه ییزو همکارانو د ایستلو د بهیر د چټکتیا غوښتنه کړې وه. د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د څېړنو په لنډیز کې ویل شوي چې د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن «د پرېکړې کولو سنجول شوی، چټک، دقیق او هراړخیز بهیر په پام کې ونیوه.» خو د پخواني ولسمشر پریکړو د ښاغلی بایډن دا اقدامات محدودکړي و.

راپور زیاتوي چې په امریکا کې د نوې ادارې له بدلون سره په کابل کې د امریکا د سفارت چې په نړۍ کې د دغه هېواد یوه له سترو سیاسي استازولیو ګڼل کېده، ډېری مهم افسران د کابل له سقوط یوازې څو اوونۍ وړاندې کابل ته راغلي وو. د راپور په یوه برخه کې راغلي دي: «کله چې د ټرمپ اداره واک پریږدي، په دې اړه کلیدي پوښتنې چې متحده ایالتونه به د ۲۰۲۱ د مې میاشتې ټاکل شوې موده څنګه پوره کوي؛ د بشپړ پوځي وتلو لپاره وروستی ضرب‌الاجل به کوم وي، متحده ایالتونه به څنګه په کابل کې خپل ډیپلوماتیک حضورساتي، او د ځانګړي مهاجرت د وېزې (SIV) پروګرام لپاره وړ کسانو او دغه راز د نورو له خطر سره مخ افغانانو لپاره باید څه وشي، بې ځوابه پاتې کېږي.»

د دغه راپور له خپرېدو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې وکړې. په دې غونډه کې یو شمېر خبریالانو له هغه نه له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه پوښتنې وکړې، خو ښاغلي بایډن د دغه راپور موندنو او د امریکا د وتلو په اړه په مشخص ډول څه ونه ویل. بلخوا، په رسنیو کې د هغه یوه ویډیو خپره شوې چې هغه د خبري کنفرانس د پریښودو پرمهال دې پوښتنې ته ځواب وایي. د امریکا ولسمشر په دې ویډیو کې وايي: «نه، نه. ټول شواهد  د ترلاسه کېدو په حال کې دي. ستاسو په یاد دي چې د افغانستان په اړه مې څه ویلي وو؟ ویلي مې وو چې القاعده به هلته نه وي. ویلي مې وو چې هلته دې نه وي. د طالبانو مرسته به راسره وي. اوس څه شوي؟ څه روان دي؟ خپلې رسنۍ ګورئ، زما خبرې سمې وې.»

د هغه دا خبرې چې القاعده په افغانستان کې حضور نه لري په پراخه کچه له نیوکو سره مخ شوي دي. ښاغلي بایډن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ده د ۱۴۰۱ کال په زمري میاشت کې ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکې په مټ د القاعدې مشر ایمن الظواهري وژلی دی. هغه مهال امریکا طالبان له ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې په نه ريښتینولۍ او د دوحې له تړونه په سرغړونې تورن کړي وو.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل له طالبانو سره د همکارۍ په اړه د جوبایډن څرګندونې «د دوحې د تړون د پټو ضمیمو افشا کېدل» بللي دي. هغه د یو ټویټ په خپرولو سره وویل: «د دوحې د تړون د پټو ضمیمو په افشا کولو سره، ولسمشر بایډن یوه وار له مخه افشاګري ترسره کړه او په دې سیمه کې یې د واګنر ډلې په توګه د طالبانو په ریښتینې ماهیت باندې رڼا واچوله.»

له بلې خوا طالبانو هم د امریکا د ولسمشر د دې خبرو هرکلی کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي:«موږ د ولسمشر جوبایډن دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې نشته د حقیقت درک بولو و اعلانوو چې په افغانستان کې د څه باندې شلو وسله والو ډلو د حضور او فعالیت په تړاو د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې وروستی راپور ردوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې  د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د روان کال د جون په لومړیو کې په خپل څوارلسم راپور کې د طالبانو او القاعده شبکې او ۲۰ نورو ترهګرو ډلو ترمنځ له اړیکو پرده پورته کړې وه. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي چې طالبانو له القاعدې سره خپلې اړیکې ټینګې ساتلي دي. د امنیت شورا په راپور کې راغلي، چې د طالبانو او القاعدې شبکې او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر منځ اړیکې ټینګې او پیاوړې دي او د طالبانو په حکومت کې «ځیني ترهګرې ډلې د مانور ډیره ازادي» لري. د امنیت شورا په راپور کې ټینګار شوی چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ خطر مخ په زیاتېدو دی. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو او څارنې ډلې د راپور له مخې، القاعده د خپلې عملیاتي وړتیا د بېرته ترلاسه کولو په حال کې ده او پر دې سربېره په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ډلې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د تګ راتګ او فعالیت له ازادۍ برخمنې دي.

ورته لیکنې

Back to top button