۸صبح، کابل: د افغانستان له کنګل شویو شتمنیو څخه د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته د ګرمې د ورکړې په اړه له څو میاشتو لانجو وروسته بالاخره د امریکا ایالتي محکمې په دې اړه پرېکړه وکړه.
د نيويارک ايالت محکمې سه شنبه د کب پر دویمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو د دغې قضيې په اړه خپله پرېکړه وکړه.
د دې محکمې په وینا، د امریکا د اساسي قانون له مخې طالبان باید د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو تاوان ورکړي، نه د افغانستان پخوانی اسلامي جمهوریت او د افغانستان خلک.
دغې محکمې زياته کړه، چې کورنۍ د ګرمې د ترلاسه کولو حق لري، خو د افغانستان د مرکزي بانک له بودیجې سره دا کار ناشونی دى.
د نیویارک ایالت محکمې لیکلي: «په دې اساس د افغانستان بانک (DAB) د پیسو د لېږد لپاره د څارنوالانو غوښتنې رد شوې دي.»
په همدې حال کې په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق وویل: «خوښ یم چې له یو کال پرلهپسې هڅو وروسته زموږ حقوقي ټیم وتوانید، چې د افغانستان د ۳.۵ میلیارده ډالر منجمد شوې بودیجې د ساتلو په خاطر محکمه وګټي.»
د ۲۰۲۲ کال په نیمایي کې، بایډن د نیویارک ایالت محکمې ته وړاندیز وکړ، چې په امریکايي بانکونو کې د افغانانو کنګل شوې ۳.۵ ملیارده ډالر شتمني د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کړي او د ۷ ملیارد ډالرو پاتې نیمايي نغدي پیسي په سویس کې د بشري مرستو صندق ته ولېږدوي.
د بایډن دغه حکم په افغانستان کې دننه او بهر له ګڼو غبرګونونو سره مخ شو، خو د اوس لپاره محکمې دغه غوښتنه رد کړه.