۸صبح، کابل: په تاجکستان کې د افغانستان سفیر په دغه هېواد کې د امریکا د کانګرس له یوه پلاوی سره د لیدنې او خبرواترو خبر ورکړی دی.
د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر دوشنبه ورځ د کب میاشتې پر لومړۍ نېټه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له یوه پلاوي سره د کتنې په اړه ټویټ کړی.
د اغبر په وینا، په دې لیدنه کې دوی په سیمه کې د ترهګرۍ پر ګواښ، د بشري مرستو د څارنې د سیستم پر ارزښت او په افغانستان کې د یوه منتخب حکومت پر اړتیا خبرې وکړې.
خو د دغه سفر او د دواړو لورو د بحثونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د امریکا کانګرس هم په دوشنبه کې له افغان سفیر سره په خبرو کې د دغه سفر او د دې پلاوي د موخو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
په دوشنبه کې د افغانستان سفارت د طالبانو له نږدې دوه کلنې واکمنۍ وروسته د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو له خوا اداره کېږي او د امریکايي پلاوي سفر او له ظاهر اغبر سره چې د افغانستان د مقاومت له جبهې سره یو ځای شوی ليدنه یې مهمه بلل کېدای شي.