په هېواد کې سیاسي توطیهګریو په اړه څو پوښتنو ته یو مخامخ ځواب
لیکوال: نورالحق ن. څلی

ولې دا څه باندې څلور لسیزې پرلپسې ماتې؟
ولې زموږ هېواد پرلپسې تر بهرنیو اشغالونو لاندې لاړ؟
ولې دا زموږ د هېواد غمیزه پای ته نه رسېږي؟
د افغانستان سیاسي او وسله والې ډلې (سیاسي ګوندونه او تنظیمونه) چې په ظاهره یو له بل سره نه پخلاکېدونکې وې، هرې ډلې ځان یوه سیاسي او یا مذهبي ارمان ته وفاداره ګڼله، خو لکه څرنګه چې ولیدل شول په پای کې یې، د پردو په اشاره، د سترګو په رپ کې، خپل سیاسي او مذهبي شعارونه تر پښو لاندې کړل، د ولس او هېواد د برخلیک په اړه یې د خپل ولس د غوښتنو خلاف ګډ دریځ ونیوه. دا ولې؟
لکه څرنګه چې موږ ټول پوهېږو، دې پوښتنو ته ان یو ځغلنده ځواب هم ډېر لوی بحث دی او خورا ډېر علتونه لري. دغه څه په څو شېبو کې نه کېږي. زه به دلته یوازې هغه لامل یاد کړم چې زما په فکر تر ټولو مهم دی. که ورته پام و نهکړو او دغه تېروتنه سمه نهکړو، ډېر نور کلونه به مو سا اخیستو ته پرېنږدي.
په دې تړاو نظر ورکولو لپاره سړی حیران شي، چې له کوم ځایه یې راپیل کړي. له دې چې د سیاسي مبارزې د پیل لپاره سیاسي پوهه ( آګاهي ) لازم شرط ( مخکینی شرط) دی، نو د همدې سیاسي پوهې مفهوم د پراخوالي له یادولو به یې پیل کړو.
سیاسي پوهه او افغانستان کې د ایدیالوژیکو سیاسي ډلو راټوکېدل
سیاسي پوهه د ټولنیزې پوهې بنسټیزه بڼه ده، چې له سیاسي ځواک او حکومتوالۍ سره هممهاله راپیدا شوې ده. سیاسي پوهه یوازې په سیاست او تاریخ باندې پوهېدنه او په سیاسي سیستم کې د زړه غوښتي ځای ځایګي ټاکل نه دي؛ بلکې د ټولنې د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي وضعیت سمه ارزونه او له دغو ارزونو سره تړلي ټول استدلالونه او تفسیرونه هم راځي.
د دغو یادو فکټورونو له ارزونو وروسته بیا پرېکړه کېږي، چې څرنګه کېدای شي د خپلې ټولنې پر سیاسي واقعیتونو باندې اغېزې وشیندو.
کله چې په افغانستان کې بېلابېلې سیاسي ډلې راڅرګندې شوې، د سیاسي پوهې کچه ډېره ټیټه وه. د بېلابېلو ايډیالوژیو پرتله کول خو څه کوې، ان د ټولنې ډېر لوستي کسان له سیاسي اصطلاحاتو سره اشنا نه ول. پخپله د بېلابېلو ایډیالوژیو پلویان هم له عامو شعارونو څخه پرته له خپلو ایډیالوژیو څخه بې خبره ول. لکه څرنګه چې پوهېږو هره ایډیالوژي د ټولنې د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي پرمختګ لپاره خپلې نظریې او د ټولنې د ستونزو د حل لپاره خپل میتودونه لري. یعني دا چې ایډیالوژي د فلسفې، سیاست او اقتصاد په شان ډېرې پېچلې جوړوونکې برخې لري.
په افغانستان کې سیاسي ډلې په دغسې ناروغ چاپېریال کې راوټوکېدې. د سیاسي مبارزې مخینه او دود بېخي نه و. د هېواد په کچه هېڅ ایډیالوژۍ داسې علمي څېرې نه لرلې چې په اړه لیکنې وکړي. له بده مرغه د هرې ایډیالوژۍ ایډیالوژیکې چارې له بهرنیو سرچینو څخه سمبالېدې. ددې مانا دا وه چې د سیاسي ایډیالوژیو پلویانو هسې ځانونه د یوه ځانګړي مذهبي او یا سیاسي مکتب پلویان ګڼل. په درد سره باید اعتراف وکړو، چې همدا وضعیت زموږ د تباهۍ لامل شو. همدغو تشو او نیمګړتیاوو د هېواد سیاسي ګوندونه او ډلې سیاسي توطیهګرۍ ته وهڅولې.
سیاسي توطیه کوونکي هسې ځانونه د یوه ځانګړي مذهبي او یا سیاسي مکتب پلویان ګڼي او هڅه کوي ترڅو د یوې مذهبي او یا سیاسي ډلې په توګه وپېژندل شي، خو ددې پر ځای چې د خپل هېواد په دننه او یا د خپلو خلکو په منځ کې، په یوه ځواک د بدلېدو لپاره هڅې وکړي، تل د بهرنیو ملاتړو په لټه کې کېږي. د توطیې کرکټر تل همداسې وي، چې توطیه کوونکی د خپل هېواد د کورنیو امکاناتو په پرتله، بهرني ملاتړ پیداکولو ته لومړیتوب ورکوي.
سیاسي توطیهګر تل د یوه مذهبي او سیاسي ارمان ادعا کوي، خو که کړنو ته یې ځیر شو، پرته له تشو مذهبي او یا سیاسي اصطلاحاتو کارونې څخه بل څه نشو ورنه لیدلی. د دوی لپاره ان د هېواد د پایښت په پرتله خپلې ناولې موخې، چې شخصي بڼه لري، ډېر ارزښت لري. همدا علت دی، چې سیاسي توطیهګر تل او په هر ځای کې د پردو په لاس کې په بېهویته، بېارادې او بېارزښته موجوداتو بدلېږي.
د سیاسي توطیهګرو لپاره تل، تر هر بل څه نه د پیسو لاس ته راوړل اساسي موخه وي. هغوی د خپل پایښت او بري لپاره ډېرې پیسې لرل یوازېنۍ وسیله ګڼي. د واک ګدۍ ته رسېدل، چې په هر هېواد کې له ډېرو نورو فکټورونو سره تړاو لري، توطیهګرو ته په خپله هم ناشونې مالومېږي، خو د خپلو ټولو له جنایت او خیانت نه ډکو کړنو لپاره، د سم ښودنې تبلیغ کوي، ترڅو ځانونه یوه ارمان ته ژمن او هوډمن وښیي.
د ځواک په تړاو سیاسي توطیهګر هڅه کوي ترڅو دومره څه لاس ته راوړي، چې په ټولنه کې د دوی د موجودیت په اړه خبرې وشي. ښه! که چانس یاري وکړي او د کوم اشغالګر په زور د واک ګدۍ ته ورسېږي، نو بیا دوی پوهېږي چې فاتحان چا محاکمه کړي، چې دوی به څوک محاکمه کړي. که چېرې دغه کسان هېڅکله هم د سیاسي ځواک خاوندان نشي، د چا خبره اسمان نه ورباندې را لوېږي. دا ځکه چې واک ته رسېدل د دوی څنګنۍ موخه وي، اساسي موخه یې پیسې وي. دوی فکر کوي، چې ډېرې پیسې خو لري، نړۍ خو لویه ده، یو چېرې به د ځان لپاره یوه ماڼۍ را ونیسي د خپل نوکر او چاکر سره به ژوند وکړي.
سیاسي توطیو ته یو نظر
په افغانستان کې د سیاسي توطیهګرۍ تجربې څه راوښودل؟ دا یې راوښودل، چې سیاسي توطیهګر د ملي هویت قاتلان دي. سیاسي توطیهګري د افغانستان د سیاسي ژوند ډېره خطرناکه لومه ده. د هېواد هغو سیاسي غورځنګونو ته ځیر شئ، چې لږ تر لږه څلوېښت، پنځوس کاله او یا تر دې هم دمخه جوړ شوي دي. دا مهمه نه ده، چې کیڼ اړخي و او که ښي اړخي، مذهبي و او که غیر مذهبي، منځلاري و او که پڅلاري… یومخ د سیاسي توطیهګرو تر بشپړ کنټرول لاندې شول. پایله یې دا شوه، چې ته وا دا ټول غورځنګونه له هماغه پیل راهیسي د ملي ارمان په نوم څه نه لرل.
دا سیاسي ګوندونه او ډلې ولې فاسدېږي؟ څرنګه چې یو سیاسي ګوند، تنظیم او یا سیاسي ډله له افرادو راجوړه شوې ده، نو څنګه کېدای شي چې ګوند او یا سیاسي ډله دې د هغې د افرادو په پرتله فاسده واوسي! سیاسي ګوند او یا ډله هغه وخت فاسدېږي، چې جوړښت یې داسې وي، چې سم خلک یا ارمان ته ژمن غړي یې د خپلو اخلاقي او اصولي غوښتنو سره سم عمل ونشي کړای. زموږ د سیاست مینه وال هېوادوال باید د سیاسي توطیهګرۍ ښکارندې ته پام وکړي.
د هېوادونو یو پر بل مشروع ګټې
دلته دا هم باید ووایو چې موږ د بشریت یوه برخه یاستو، نو باید د نړۍ په غم او ښادۍ کې شریک واوسو. نور هېوادونه زموږ په هېواد کې مشروع ګټې لري، موږ په نورو هېوادونو کې مشروع ګټې لرو. دا چې زه دلته پردي یادوم زما هدف دا نه دی چې له بهرنیانو څخه وېره ولرو او یا دا چې خدای مه کړه دښمني ورسره وپالو. زما هدف دادی چې په سیاست کې تړلتیا (وابستګي) او بېباکي هډو ځای نه لري. تړلتیا موږ هغه ځای ته بیایي چې نور یې غواړي. موږ باید مستقل فکر وکړو او د خپل پلان له مخې ګام واخلو. موږ نه غواړو چې د بل چا د پلان برخه واوسو. سیاسي توطیهګري په دا وروستیو څلورو لسیزو کې زموږ د هېواد د سیاسي ژوند ځانګړنه پاتې شوې ده. اوسمهال زموږ ډېر سیاستوال برالا د بهرني ملاتړ په لټه کې دي. دغه وضعیت زموږ ستونزې لا پېچلې او ډېرې کوې. د ملي هویت او د هېواد د استقلال په ارتباط سیاست کې تېروتنه کېدای شي د ډېرو قربانیو په ورکولو سره هم بېرته اصلاح نشي. له بده مرغه موږ دا څه باندې څلور لسیزې قرباني ورکوو، خو د غمیزې پای لا نه ښکاري.
وروستۍ موضوع داچې زموږ د بدمرغۍ لامل ناسم تشخص او ناسمه درملنه ده. هره ډله چې د واک ګدۍ ته رسېدلې ده، سیاسي سیالان یې په مرګ محکوم کړي دي، ان ولس یې هم رټلی دی.
د یو بل نه منښت ( بېبرخېتوب) هیڅکله هم درملنه نه ده. مونږ د ناسم تشخیص او ناسمې درملنې له امله ځورېږو.
پروفیسور کویرولکس وایي:« ایډیالوژۍ هغه دینونه دي، چې د خلکو د کنټرولولو لپاره خدایانو ته اړتیا نه لري».
یادونه:
مقاله کې راغلي اندونه- نظرونه لیکوال پورې تړاو لري. ورځپاڼه یې پخلی یا رد نه کوي. ورځپاڼه چمتو ده، چې د شنونکو، نظرخاوندانو، نظرونه، فکرونه او لیدلوري له دې دریڅې وړاندې کړي.
اداره