په کابل کې یو ډاکټر د طالبانو لخوا تر نیول کېدو وروسته لادرکه شوی

۸صبح، کابل: باخبره سرچینې وایي، چې په کابل کې په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنې له روغتونه یو ډاکټر د طالبانو لخوا تر نیول کېدو وروسته لادرکه شوی دی.
سرچینو د پنجشنبې په ورځ، (وري ۳۱)، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې دغه ډاکټر احسان الله نظامي نومېږي او شاوخوا لس ورځې وړاندې د طالبانو لخوا له خپل کار ځایه نیول شوی دی.
سرچينې د احسان الله د کورنۍ له خولې وايي، چې د دغه ډاکټر تر نيول کېدو وروسته د هغه د برخلیک په تړاو هېڅ معلومات نشته.
احسان الله نظامي د پنجشیر ولایت د حصه اول ولسوالۍ د دشت ریوت سیمې اوسیدونکی دی.
سرچینې ادعا کوي، چې طالبانو تر دې وړاندې د احسان الله د کورنۍ یو شمېر نور غړي هم د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په پلمه بندیان کړي او تر شکنجې وروسته یې خوشي کړي دي.
تر دې دمه د دغه ډاکټر د نیول کېدو اصلي انګیزه څرګنده نه ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې، طالبانو تر دې وړاندې هم د پنجشیر لسګونه اوسېدونکي له دغه ولایت او د هېواد له نورو سیمو نه د بېلابېلو تورونو په تور نیولي او شکنجه کړي او په ځینو موردونو کې وژلي دي.