۸صبح، پروان: په پروان کې سیمهییزې سرچینې وایی، چې د دغه ولایت د سالنګ ولسوالۍ د کلینیک آمر د طالبانو تر شکنجې لاندې مړ شوی دی.
باوري سرچينو پنجشنبه د مرغومي پر لومړۍ نېټه وویل، چې د دغه ډاکټر نوم لعل محمد سالنګي و او د تېر کال د لړم میاشتې په ١٧ د پروان له ملکي روغتون څخه نيول شوى و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو له ١٥ مياشتو وروسته د هغه جسد کورنۍ ته سپارلى او ټاکل شوې ده، چې نن پنجشنبه د مرغومي پر لومړۍ نیټه د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شي.
سرچینه زیاتوي چې نوموړی د کابل په افشار سیمه کې د دغې ډلې په ۰۹۴ زندان کې د طالبانو تر شکنجو لاندې مړ شوی دی.
تر دې مخکې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و، چې طالبانو د لعل محمد له وژلو وروسته د هغه جسد له څو نورو کسانو سره په یوه ډلهییز قبر کې خښ کړی.
تراوسه د طالبانو له خوا د دغه ډاکټر د نیولو او وژلو انګېزه نه ده معلومه.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو تر دې مخکې د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې د کلينيک د آمر نيول کېدل رد کړي و.