په هرات کې د يوه ډاکټر وهل ټکول، د حوزوي روغتون ډاکټرانو اعتصاب وکړ

۸صبح، هرات: په هرات ولایت کې ځايي سرچینو د دغه ولایت د حوزوي روغتون د ډاکټرانو د کاری اعتصاب خبر ورکړی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د هرات د حوزوي روغتون ډاکټرانو د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۱ مه، د طالبانو لخوا د خپل یوه همکار د وهلو ټکولو له امله اعتصاب کړی و.
د حوزوي روغتون یوې سرچینې ۸ صبح ورځپاڼې ته وويل، په تېرو دوو اوونیو کې دا دویم ځل دی چې په دغه روغتون کې ډاکټران د وسله والو طالبانو لخوا وهل کېږي.
د هغه په وينا، شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم يو ډاکټر د وسله والو طالبانو له لوري له کوم دليل پرته وهل ټکول شوی و.
سرچينې زياتوي، چې تر دې پېښې وروسته د هرات د حوزوي روغتون ډاکټرانو ويلي، تر هغې به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي چې خونديتوب ونه لري او امنيت يې نه وي ټينګ شوى.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغې ډلې جنګیالي په ځلونو د ادارو د کارکوونکو په ځورولو تورن شوي او آن ډاکټرانو هم په ځلونو د دغې ډلې د جنګیالیو له چلنده شکایت کړی دی.
د قانون نشتوالی او له ښاري او اداري دودونو سره نه بلدتیا د طالبانو د دغه راز چلند اصلي لاملونه بلل کیږي.