په غزني کې يو کروندګر ووژل شو

۸صبح، غزني: په غزني کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې یو کس وژل شوی دی.

دا پېښه د شنبې په ورځ د (وری ۱۹) د ګېرو ولسوالۍ د محبلاق په کلي کې رامنځته شوې ده.

وژل شوی کس چې لالی نومېده، کروندګر و.

لالي په خپلو پټیو کې د کار کولو پر مهال وژل شوی.

په غزني کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند خالد سرحدي هم دغه پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې قاتل نيول شوى دى.

طالبانو د دغې پېښې لامل شخصي دښمني بللې ده.

په دې وروستيو کې په ټول افغانستان کې جنايي پېښې زياتې شوې دي. دوه ورځې وړاندې د پروان ولايت په مرکز چاريکارو ښار کې يو ٣٢ کلن ځوان د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوى و.

ورته لیکنې

Back to top button