دایکندي کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو پلار او زوی مړه شول

۸صبح، دایکندي: دایکندي ولایت کې سیمه‌ییز مسوولان په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې خبر ورکوي.

دایکندي کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند غلام‌علي جاوید وایي، چې دغه پېښه یکشنبه ماسپښین ۲:۰۰ بجې د لړم پر ۲۹ د دغه ولایت د اشترلي ولسوالۍ په تګاب‌ګورکه کلي کې شوې ده.

هغه وایي: «یو فلانکوچ ډوله موټر له درېیو تنو سپرو کسانو سره د دایکندي د اشترلی ولسوالۍ په سیاه دره کلي کې د یکشنبې پر ورځ له غرمې وروسته د دغه ولایت له مرکز څخه نیلي ته روان چې د لارې پر سر په تګاب ګورکه کلي کې له سړک څخه وتلی او چپه شوی دی چې په پایله کې یې دوه تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی.»

دایکندي کې د طالبانو د امینه قوماندانۍ د ویاند په وینا په دې پېښه کې مړه شوي کسان پلار او زوی دي.

دایکندي کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ترافیک مدیریت مسوولانو موده مخکې یوه ناسته کې ویلي وو، چې تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو په پایله کې نږدې ۵۰ تنه مړه او تر ۱۱۴ زیات ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button