په هرات کې په یوه سوداګریز مرکز کې اور لګېدلی

۸صبح، هرات: د هرات ولایت سیمه ییزې سرچینې د دغه ولایت په مرکز کې د جامو د خرڅلاو په یوه مارکیټ کې د اور لګېدنې خبر ورکوي.

سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې اورلګېدنه نن شنبه سهار ۴ بجې (د غبرګولي په ۲۷مه) د هرات په قصر مارکېټ کې، چې د دغه ښار په لیلامي سړک موقعیت لري، رامنځته شوی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه اور له څو ساعتونو په تیرېدو اوس هم نه دى کابو شوى.

د قصر هرات سوداګریز مرکز په هرات ښار کې د جامو د پلور یو له سترو مرکزونو څخه دی.

تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل نه دی روښانه شوی.

په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دغې اورلګېدنې له امله دوکاندارانو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

په دغه سوداګریز مرکز کې د جامو پلورونکي طالبان تورنوي چې د اور په مخنیوي کې یې غفلت کړی.

د دغې اورلګېدنې له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه کره معلومات نشته.

ورته لیکنې

Back to top button