۸صبح، کابل: پکتیکا کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې فېسبوک کې پر طالبانو د یوه ځوان د ورور له نیوکې وروسته د دې ډلې د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.
ځایي سرچینې شنبه د سلواغې پر لومړۍ نېټه وایي، چې د نیول شوي ځوان ورور د پکتیکا یو مدني فعال دی، چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې په افغانستان کې و او اوسمهال له هېواده بهر دی.
دغه مدني فعال، چې مقتصد نومېږي په دې وروستیو کې یې په یوه فېسبوکي پوسټ کې د طالبانو له خوا د نجونو د زدهکړو د بندیز پر پرېکړې نیوکه کړې ده.
د سرچینو په وینا طالبانو د محمد مقتصد ورور ایاز باچا د دغه فېسبوکي پوسټ له خپرولو وروسته د پکتیکا په یوسفخېل ولسوالۍ کې نیولی دی.
پکتیکا کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې طالبانو موده مخکې هم پکتیکا کې یو شاعر د انتقادي شعرونو ویلو له امله ونیوه.