د مشرانو جرګې یو بخوانی غړی، د ۲۰۴ ټنه غنمو د غلا په تور محاکمه شو
د ۸صبح پښتو مجله

د هېواد لویه څارنوالي وایي چې د مشرانو جرګې یو پخوانی غړی د ۲۰۴ ټنه غنمو د غلا په تور په یو نیم کال بند محکوم شو.
د سترې محکمې ویاند او د حقوقي او قضایي مطالعاتو رییس احمد فهیم قویم ۸ صبح ته ویلي چې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې لومړنۍ محکمې د غبرګولي په دوهمه نېټه د مشرانو جرګې پخوانی غړی نظر محمد فقیري په یو کال او شپږ میاشتو بند محکوم کړی دی. د سترې محمکي ویاند زیاتوي چې فقیري د ۲۰۴ ټنه غنمو په غلا تورن دی.
اخوا، قویم وایي چې دغه سناتور د ۲۰۴ ټنه غلا شویو غنمو د بیې په ورکولو چې یو میلیونو ۲۱۴ زره و ۵۷۱.۴۳افغانۍ کېږي هم محکوم شوی دی.