یو ازاد خبریال د طالبانو له زندانه خوشی شو

۸صبح، کابل: د خبریالانو د حقونو مدافع بنسټونو د طالبانو له زندانه د یوه ازاد خبریال د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو چهارشنبه د مرغومي پر ۱۴ ماسپښین د ازاد خبریال فیضالله فیضبخش د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
دغه بنسټ د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې فیضبخش درې ورځې مخکې د طالبانو له استخباراتو سره له ژمنې وروسته له زندانه خوشی شو.
فیضالله فیضبخش د روان کال د زمري میاشتې په وروستیو کې کابل کې د القاعدې شبکې د مشر د وژل کېدو له ځایه د انځور اخیستو پرمهال ونیول شو.
د ویلو ده، چې طالبانو دوې ورځې مخکې د هرات ولایت یو خبریال خالد قادري هم له نږدې یوه کال زندان وروسته خوشی کړ.