د کوکنارو لپاره تازه ځایناستی؛ خرما په هلمند کې مثبته نتیجه ورکړې ده

۸صبح، هلمند: هلمند له هغو ولایتونو نه دی چې ډېرې اوبه لري او ۸۰ سلنه اوسېدونکي یې په کښت او بزګرۍ بوخت دي. د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو شمېر باغ لرونکي له څو کلونو راپدېخوا د خرما د ونو روزنې ته مخه کړې ده. دغه باغ لرونکي او بڼوال وايي چې د خرما ونو په هلمند کې ښه نتیجه ورکړې او هغوی کولای شي له خپلو باغونو نه د پام وړ حاصلات ترلاسه کړي. د تجربه لرونکو بزګرانو په خبره، که چېرې په دې ولایت کې د خرما د باغونو جوړول دود شي او له بزګرانو نه ملاتړ ترسره شي، خرما کولای شي د خشخاشو پر ځای ډېر ښه ځایناستې شي.
ولي داد، په نادعلي ولسوالۍ کې د خرما د یوه باغ مالک دی چې یوه موده یې په ایران کې د باغ دارۍ په چارو بوخت و. نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د خرما ونه په ۱۹ مېاشتو کې حاصل ورکوي او لګښت یې له خشخاش او نورو بوټو نه لږ دی. ولي داد وړاندې وايي چې په خپل باغ کې ۲۰ اصله د خرما ونې لري او سږکال یې له هرې ونې شاوخوا ۱۰۰ کیلوګرامه محصول راټول کړی دی.
ولي داد د خرما د ونو د کښت او له هغو نه د حاصل راټولولو په برخه کې کافي تجربه لري او ۲۰ کاله یې په ایران کې د خرما په باغونو کې کار کړی دی. نوموړی وايي: «د هلمند ولایت اوبه او هوا د خرما د باغونو د دودولو لپاره مناسب دي. له همدې امله ددې ولایت په ډېری سیمو کې باغ لرونکي او بڼوال د خرما د باغونو د جوړولو غوښتونکي دي؛ ځکه د خرما ګټه او محصول د نورو غلو په پرته زیات دی. د خرما د باغ لګښت لږ دی او دغه راز لږو اوبو ته اړتیا لري.»
احمدجان، په نادعلي ولسوالۍ کې د خرما د یوه بل باغ مالک دی. نوموړي د خرما نیالګي له ایران نه راوړي دي او د خپل باغ په یوې څنډه کې یې د خرما ۱۴ ونې روزلي دي. احمدجان وايي: «که دولت د خرما د باغونو د رامنځته کولو په برخه کې ددې ولایت له بزګرو سره مرسته وکړي، خلک به اړ نشي چې د خشخاشو کښت ته مخه کړي.» دغه بزګر وړاندې وايي: «که خلک د خرما باغ جوړ کړي، له شک پرته د بزګرانو اقتصاد به وده وکړي.»
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د خرما سوداګر نورعلي وايي چې یوه کیلو خرما چې له ګاونډیو هېوادونو دغه ولایت ته راوړل کیږي، شاوخوا ۱۰۰ افغانۍ پلورل کیږي. نوموړی هم وايي، که چېرې بزګران د هېواد په دننه د خرما د ونې کښت او روزنې ته مخه کړي، د پام وړ ګټه به ترلاسه کړي؛ ځکه د نوموړي په باور، هېوادوال خرما ډېره خوښوي او ښه بازار لري.
په همدې حال کې په لښکرګاه ښار کې د بزګرۍ چارو کارپوه، احمد ولي ولي، وايي چې خرما نه یوازې ښه خواړه دي، بلکې له هغې نه په درملو کې هم ګټه اخیستل کیږي. ښاغلی ولي وړاندې وايي چې د خرما ونه په لوړو سیمو کې وده کوي او لږه زمکه ورته اړتیا ده. د نوموړي په خبره، که د خرما د ونو کښت په دې ولایت دود شي او په حرفي ډول کود ورکړل شي، بزګران به هېڅکله د خشخاشو کښت ته اړ نشي. احمدولي ولي دغه وايي: «دا د دولت دنده ده چې د خرما د باغونو د جوړولو په برخه کې بزګرانو ته تخصصي زده کړې ورکړي او د باغونو د جوړولو په برخه کې له بزګرانو سره مرسته وکړي.»
سربېره پر دې، په هلمند کې د طالبانو د ادارې لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې په دې ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ جریبه زمکه د خرما د باغونو لپاره ځانګړې شوې ده. د دې ولایت لپاره د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي زین الله زاهد، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې ددې ولایت یو شمېر بزګرانو د خشخاشو د کښت د منع په تړاو د طالبانو د مشر د فرمان له صادرولو وروسته، د خرما د باغونو جوړولو ته مخه کړې ده. زین الله زاهد دغه راز ویلي دي چې راتلونکي کال کې به څه باندې ۵۰۰ جریبه زمکه د سوداګریزو خرما باغونو لپاره په نظر کې ونیول شي چې طرحه یې د طالبانو د ډلې تر کنترول لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته لېږل شوې ده.
د خرما ونه معمول ډول په تودو سیمو کې وده کوي. له هلمند سربېره، په ننګرهار ولایت کې هم د خرما باغونو ښه نتیجه او حاصلات ورکړي دي. اوس په سوېلي ولایتونو کې ډېری باغ لرونکي د خرما ونې روزلو ته مخه کوي؛ ځکه په وینا یې دا ونې لږ لګښت او ډېر محصول لري. خرما د دوبي په ګرمۍ کې پخیږي. دا لومړی ځل دی چې د هلمند باغ لرونکي د خرما له ونو یې حاصل اخیستی دی. هېوادوال خرما ډېره خوښوي. دا مهال خرما له عربي او ایران هېوادونو افغانستان ته واردېږي. د هلمند او ننګرهار ولایتونو خرما تازه بازار ته وارد شوې، خو په هغه کچه کې نه ده چې د بازار اړتیا پوره کړي.