يوه نيمه لسيزه روښنايي؛ د ۸صبح ورځپاڼې د جوړېدو ۱۵مه کليزه ولمانځل شوه
۸صبح، کابل

۸صبح، کابل: د ۸صبح ورځپاڼې د جوړېدو ۱۵مه کليزه د روان کال د غويې مياشتې په دېرشمه، د پنجشنبې په ورځ ولمانځل شوه.
د ۸صبح ورځپاڼې مشرانو ددې ورځپاڼې د رامنځته کېدو د ۱۵مې کليزې په مناسبت د «قسيم اخګر»، «مير غلام محمد غبار» او «رهنورد زرياب» تنديسونه د هېواد د فرهنګي او رسنيو ډګر درې فعالينو ته ډالۍ کړل.
د قسيم اخګر تنديس د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې مشر، صديق الله توحيدي، د مير غلام محمد غبار تنديس په سويلي اسيا کې د نيويارک ټایمز نړیوال خبريال مجيب مشعل او د رهنورد زرياب تنديس د «افسانههای مادرم» کتاب ليکوالې، ريحانې رها ته ډالۍ شو.
د ۸صبح ورځپاڼې د جوړېدو ۱۵مې کليزې په لمانځغونډه کې د پوهنتون استاد عمر صدر د غبار او د نوموړي د تاريخ ليکنې په اړه خبرې اترې وکړې.
ددې مراسمو بل ويناوال حشمت رادفر ؤ چې د قسيم اخګر او د روښنايۍ او اطلاع رسونې په برخه کې يې د نوموړي پر فعاليتونو بحث وکړ.
شاعر او ليکوال کاوه جبران په دې مراسمو کې د رهنورد زرياب او د کيسو او رُمان ليکلو په برخه کې د نوموړي کړنو په تړاو وغږېده.

مبارز راشدي، ذکی دريابي او صديق الله توحيدي هم ددې غونډې ويناوال ؤ.
۸صبح ورځپاڼه ۱۵کاله وړاندې د هېواد د رسنيو او بشري حقونو د ډګر د ځينو نوموتو څېرو لخوا رامنځته شوه، څو وشي کولای د روښنايۍ او د ډيموکراسۍ د اغېزناک تعميم لپاره کار وکړي.
دغې ورځپاڼې وشو کولای چې د پېښو په خبري او تحليلي پوښښ او په سياسي او ټولينزو برخو کې د خلکو ترمنځ د خبرو اترو او بحث زمينه برابره کړي او خپل ځان ثابت کړي.
۸صبح ورځپاڼه هڅه لري څو اطلاعات په مناسب، په وخت او بې پرې توګه خلکو ته ورسوي.
۸صبح ورځپاڼه د فارسي ژبې سربېره د اونيزې په چوکاټ کې په پښتو ژبه او همداراز په انګليسي ژبه هم د ورته کړنلارې په لرلو سره خپرونې لري. دغه ورځپاڼه لري چې د افغانستان له ډيموکراتيکو او بشري حقونو بنسټونو او بهيرونو څخه ملاتړ وکړي او د عدالت په برخه کې د قربانيانو په غږ واوړي.