په بدخشان کې د غره ښويېدو د اوو ولسواليو لارې وتړلې

۸ صبح، بدخشان: د بدخشان څخه ځايي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې د غره د ښویېدو له امله د درواز درې د اوو ولسواليو لارې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې دي.
ځايي سرچينې وايي، چې د چهارشنبې په ورځ (وري ۹)، د بدخشان د مايمی ولسوالۍ د وريس په کلي کې د غره يوه برخه ښویېدلې ده.
د سرچينو په وينا، په دې پېښه کې چا ته زيان نه دى اوښتى، خو د بدخشان ولايت د مايمی، نسي، شُکی،، کوف آباد، فنکار، واخان او شغنان ولسواليو لارې تړل شوې دي.
ويل کيږي چې د بدخشان ولايت د دغو اوو ولسواليو د عمومي لارو د خلاصولو لپاره د طالبانو ځايي مسوولينو تراوسه کوم اقدام نه دى کړى.
دوې مياشتې وړاندې د زياتې واورې ورېدو له امله د بدخشان ولايت د لسو ولسواليو لارې د يوې مياشتې لپاره د ټرافيکو پرمخ تړل شوې وې.
د افغانستان په شمال ختیځ کې پروت بدخشان شاوخوا ۳۰ ولسوالۍ لري. ډيرې دغه ولسوالۍ سختې لارې لري.