د اروپا پارلمان ته په ایران کې د افغان خبریالانو لیک: رواني فشارونو موږ په ګوڼدو کړي یو

۸صبح، کابل: لسګونو افغان خبریالانو چې د طالبانو د رژیم له واکمنېدو وروسته یې په ایران کې پناه اخیستې، د اروپا پارلمان ته لیک استولی او له دغه هېواده یې د ژر تر ژره ایستلو غوښتنه کړې.
په هغه لیک کې چې دوی (د غبرګولي په ۲۳مه) د اروپا پارلمان ته استولی، ویل شوي چې دغه خبریالان اوسمهال له مطلقې بېبرخلیکۍ، د عایداتي کارونو نشتوالي، اقتصادي او امنیتي ستونزو، ویزو نشتوالي او لسګونه نورو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
په ایران کې افغان خبریالان ټینګار کوي، چې د وتلو تمه کې رواني فشار، لوږې او ناامنۍ دوی په ګونډو کړي دي.
د ليک په يوه برخه کې راغلي چې د ايران هېواد له طالبانو سره نږدې اړيکو او نفوذ له امله، د هغوى د نيول کېدو او په زوره افغانستان ته د ستنولو امکان رامینځته کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان د طالبانو له بیاځل واکمنۍ سره، د بیان او رسنیو ازادي له سخت فشار او سانسور سره مخ شوې ده.
د طالبانو له وېرې ډېر شمېر خبريالان او د رسنيو کارکوونکي له هېواده وتلي، پاکستان او ايران ته يې پناه وړې ده.
طالبان د خبريالانو په شکنجه کولو، وهلو او نيولو سره، د اطلاعاتو د آزاد بهير مخه نيسي او د رسنيو چاپيريال يې سخت سانسور کړی دی.
د ناتایید شویو شمیرو پر بنسټ، دا مهال څه باندې ۸۰ افغان خبریالان له خپلو کورنیو سره په ایران کې ژوند کوي.