د نړۍ او اسلامي هېوادونو مشرانو ته د ښځينه زدهکوونکو ليک: پر زدهکړو بنديز مونږ له ټولنې لرې ساتلې یو

۸صبح، کابل: څه کم زر تنو ښځینه زدهکوونکو د نړۍ او اسلامي هېوادونو مشرانو ته لیک لیکلی او ویلي یې دي، چې پر زدهکړو بندیز دوی له زده کړو نه دي بې برخې کړي؛ بلکې له ټولنې لرې ساتل شوې دي.
دې نجونو چې دغه لیک یې د هېواد له ۲۱ ولایتونو څخه لیکلی، وايي: «موږ د ماتې او په یوې پنجره کې دننه حس کوو، ډېرې ناهیلې شوې یو او د خپل بې برخلیکه راتلونکي په اړه اندېښمنې یو.»
د دوی په خبره، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو له بندیز وروسته دوی د ځان وژنې، د کم عمره ودونو او مرموزو وژنو شاهدانې دي.
دې نجونو له نړۍوالو بنسټونو، اسلامي هېوادونو، ملګرو ملتونو او د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي، د نجونو او هغو کسانو په څنګ کې ودرېږي چې د نجونو زدهکړو ته د لاسرسي حق لري او په ملاتړ سره یې د دوی مشروع غږ پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړې. د دې تر څنګ د یادې ډلې له خوا، افغان ښځو او نجونو څخه د لوړو زدهکړو حق هم واخیستل شو.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال افغانستان د نړۍ يوازنی هېواد دی، چې نجونې په کې له زدهکړو بې برخې دي.
د بخښنې نړۍوال سازمان پرون ویلي و، چې طالبان باید په دې اړه ځواب ورکړي.