د نړۍ تر ټولو یوازې شویو نجونو ته لیک

ناظر میرزایي

اجازه راکړئ لیک له دې ځایه پیل کړم. له ۱۹۸۰ کال وروسته په سمندرونو کې یو غږ ثبت شو چې یو څه عجیب و. له ډېرو څېړنو وروسته دې پايلې ته ورسېدل، چې دا غږ د نهنګ غږ دی. کیسه داسې ده چې د اوبو د نهنګونو غږ له لسو تر ۳۹ هرټزو دی، خو د دې نهنګ غږ ۵۲ هرټزه و. په همدې دلیل چې د نورو نهنګانو لخوا هېڅکله نه اورېدل کېږي. ځکه چې دا نهنګ به د نورو نهنګانو په فریکونسۍ کې خبرې ونشي کولی، دی به د هغه جوړي لپاره سندرې وايي چې هیڅکله به یې ونه موندل شي، او دی به یوازې د نورو څخه لیرې او د نورو نهنګانو له حرکت څخه بل لوري ته حرکت وکړي. له هغې وروسته، دا د «نړۍ تر ټولو د یوازیني نهنګ» په توګه وپېژندل شو. بالکل د افغان نجونو او ښځو په څیر. له دې وروسته د «نړۍ تر ټولو یوازینیو نجونو» لقب د افغان نجونو په نوم دی. هغه نجونې چې غږ یې د نړۍ قدرتونو، ملګرو ملتونو او نړیوالو ټولنو، د بشري حقونو سازمانونو، د ښځو د حقونو مدافع بنسټونو، آن د دې خاورې نارینه او د نړۍ ټولو خلکو هم نه دی اورېدلی.

دا تر ټولو تریخ لیک دی چې په ټول ژوند کې مې په نیمه شپه له اوښکو او ناهیلیو سره تاسو ته لیکلی دی. زه بښنه غواړم، ډېره زیاته بښنه غواړم. زه، د یو سړي په توګه، ډېر شرمېږم او نشم کولی تاسو سره مخامخ خبرې وکړم. له همدې امله، د خجالت خولې مې ټنډه لمده کړې، زه د خپلو خبرو تر شا ځان پټوم، د کړکۍ له لارې له تاسو سره خبرې کوم. په دې څو ورځو کې چې پوهنتونونه او مکتبونه مو تړل شوي، تاسې کار ته نه شی تللی، تر تاسو زه زیات ځورېدلی یم. هر ځل چې تاسو ژړلي ما هم ژړلي، هر ځل چې د تاسو زړونه را ډک شوي زما زړه هم را ډک شوی. تاسو شاید باور ونکړئ، ما د ستاسو په پرتله د خپل جنس څخه ډیر نفرت کړی دی. نن شپه لایقه او شریفه د خپلو خوبونو د له منځه تللو په اړه قصه وکړه. د هغه څه قصه یې وکړه چې لري یې او له منځه تلونکي دي. په پای کې، قصه په دې ډول پای ته ورسوله: «تاریخ به ستاسو نرانو د بربادۍ دا نامردي هیره نکړي.» له دوی څخه د نفرت د اورونو شغلي راووزي. دا خبرې یوازي د لایقه او شریفه ندي، بلکې په میلیونونه لایقه او شریفه دا خبرې کوي. دا زخم ډیر زوړ او ژور دی. هره لحظه ترې وينه بهيږي. نن دا زخم د پرون په پرتله ډیر لوی شوی دی. لکه څنګه چې موږ د ستاسو د یو ژوند پوروړي یو.

په دې موده کې زه دې نتیجې ته رسیدلی یم چې ستا کیسه اوس د «منډی» او «نه رسیدو» کیسه نه ده. په خواشینۍ سره ویلای شو چې اوس ستا ژوند د «سیزیف‌» غوندی شوی. سیزیف یو یوناني افسانه ده. سیزیف د زیوس (د خدایانو خدای) سره ووتل. څو څو ځله یې په هوښیارۍ سره د خپل عذاب څخه را وایستل؛ خو په پای کې خبره ختمه شوه. هره ورځ به یې یوه لویه ډبره له ځان سره وړله او کله به یې چې سر ته ورنژدې کیده، نو هغه ډبره به ترې وخوځېده او بېرته به درې ته ولوېده. دا دوره هره ورځ د سیزیف لپاره تکرار یدله. تا سو هم څو ځله د ازادۍ، انسانيت، عدالت او تر ټولو مهمه د «شعور» ډبره په خپلو ټولو هڅو سره پورته کړې ده، د غره لوړی څوکې ت مو نږدی کړی او کله هم چې هماغه څوکې نږدی شوي یاست دوبره غورځیدلی او درې ته لویدلی. تر هغه ځایه چې زما لنډه او هیره وونکي حافظه ده، دا ډبره یو ځل د چهل دختران د غره له څوکې څخه راپرېوتله، بل ځل د کاج له لوړی څوکې څخه، نه پوهېږم څو ځله د سید الشهداء له څوکې څخه راپرېوتله. په همدې ډول په وروستي ځل د پوهنتونونو له لوړو څوکو د جهالت په توره دره کې ولویده.

باید ووایو چې تاسو نن ورځ ډېر یوازې یاست. د نړۍ قوتونه ستاسو په خوا کې نه دي، بلکې ستاسو په ضد ولاړ دي. د ۲۰۰۱ په څېر، له عمان یا نورو ځایونو به هېڅ جنګي الوتکه دوه زره او ۵۰۰ کیلو ګرامه بم سره الوتنه ونه کړي. نور د تورې بوړې په غار د برید کولو پلان نه جوړوي، خو پرځای یې ستاسې مخالف لوري سره هره اونۍ په ملیونونو ډالرو مرسته کېږي. نور د «شمالي جبهې» د اتحاد په اړه کوم خبر نشته. نور قوماندان مسعود د هندوکش په غرونو کې د جبهې د مدیریت مسولیت نه لري. نور مزاري نشته چې وايي د ټولنې نيمه برخه مه هېروئ. که عدالت پلی شي، نیمايي واک د ښځو په لاس کې دی. نور عبدالمالک نشته او د دوستم او دشت لیلی خبر هم نشته. اوس ډاکټر نجیب هم نشته چې پاکستانیانو او عربانو ته د دې هیواد ښځو د وهلو ټکولو اجازه ورنکړي، بلکې پر ځای یې اوس پاکستاني انجینران د امریکي په ډالرو او جنګیالیو ستاسو پر ضد دسیسې جوړوي. دا تاسو یاست او په مقابل کې مو تر پوزي په وسلو سمبال لښکر چې د ختیځ او لویدیځ د قدرتونو لخوا یې په بشپړه بې شرمۍ سره ملاتړ کیږي.

«ليودميلا پاوليچينکو» د يوې روسي نجلۍ نوم دی. دا نجلۍ په تاریخ کې یو له ترټولو بریالۍ او غوره ښځینه نښه ویشتونکو څخه ده. وروسته له هغه چې پخوانی شوروي اتحاد د نازي جرمني ځواکونو لخوا محاصره شو، پاولچینکو خپله نښه ویشتونکی ټوپک واخیست او د روسیې د خلکو دفاع یې وکړه. هغې په ​​​​یوازی سر ۳۰۹ آلماني نښه ویشتوکې ووژل. له هغې وروسته، پاوليچينکو په تاریخ کې یو له ترټولو وژونکي نښه ویشتونکو څخه شمیرل کیږي. وروسته، هغې د «ویروونکې ښکلا» لقب ترلاسه کړ. زه د خپل هېواد نجونو کې د روسیې پاولیچینکو قد ګورم. که زه ووایم چې ته له پاولیچینکو څخه هم ډیر اتل یې، زه په هیڅ ډول مبالغه نه کوم؛ هغه هم په دوو دلیلونو: لومړی، تاسو یوازې یاست، او د پاولچینکو تر شا د شوروي زبر ځواک ولاړ و. دوهم، پاولچینکو د نازي پوځ پر وړاندې ولاړ وه، خو تاسو نه یوازې د نازي نسل پر وړاندې ولاړ یې، بلکې د ختیځ او لوېدیځ قدرتونه هم ستاسو پر ضد د هغوي به لیکه کې ولاړ دي.

«قُقنوس» د یوې افسانوي مرغۍ نوم دی او ویل کېږي چې ډیره ښکلی د. ققنوس ډېر اوږد ژوند کوي، نږدې ۵۰۰ څخه تر۶۰۰ کلونو پورې. بیا هغه خص او لرګي راټولوي او اور بلوي او د اور په مینځ کې ځان په ایرو بدلوي. د هغې د ایرو په پایله کې، دا مرغه بیا راژوندی کیږي او د ځوانۍ په تازه کیدو سره راپورته کیږي او نوي ژوند پیل کوي. تاسو د خپل وخت ققنوس شئ. لکه څنګه چې ستاسو خوبونه سوځول کېږي، همدغسې بیا ژوندی او وځلېږئ. دا کوم اسانه کار هم نه دی، خو بله لاره نشته.

په پای کې، زه بښنه غواړم چې نشم کولی لیک پای ته ورسوم. بخښنه غواړم چې تاسو ته یې نشم ویلای، چې زه هره ورځ په سړکونو کې ستاسو په متروکو وهل ګورم، خو سترګې پټې کړم او لاړ شم. ما وبښئ چې زه نشم کولی د پوهنتون د تړلو دروازو تر شا ستاسو سره ودرېږم. ما وبخښئ! په دې بښنې سره به زه او زما په څېر نور خلک هېڅکله هم برائت حاصل نه کړي او وجدان به مو ارام نشي، خو څه کولی شو؟

وروستی خبره، که یوه ورځ زما لور له ما پوښتنه وکړي چې «پلاره، اتل څوک دی؟» زه به هرومرو ستاسو ستاینه وکړم.

ورته لیکنې

Back to top button