د ملا هبة الله اختریز پيغام ته یو نظر
لیکنه:اتل سالار هاشمي

د لوی اختر په مناسبت د طالبانو امیر ملا هبة الله اخوندزاده ښه وختي خپل پيغام خپور کړی دی. دغه نسبتا اوږد پيغام کې هغه ځينې ادعاوې د هیواد و هیوادوالو او نور بیا د نړۍ والو په اړه کړې دي چې دلته به یوه ځغلنده کتنه ور ته وکړو.
د پيغام په یوه برخه کې راځي:
«دا چې د عبادت او قربانۍ دغه ورځې زموږ په ځوريدلي ولس په داسې حال کې راځي چې هیواد مو له اسلامي نظام او سرتاسري امن څخه برخمن دی، هیوادوال مو باید د الله تعالی شکر اداء کړي تر څو د لا نورو الهي انعامونو مستحق وګرځو».
د اسلامي نظام په اړه مو وختي هم بحث کړی دی چې طالبانو په خپل نظام کې د تېر په نسبت دومره څه نه دي اضافه کړي، یوازې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت يې اضافه کړی دی چې د خلکو د ځورولو سبب شوی دی، لمونځ کوونکي يې په ریا کاري اخته کړي دي، د جماعت د لمانځه لپاره يې حاضري اخیستل پيل کړي دي، له دې پرته يې د نظام هماغه پخوانی سټرکچر دی، تېر نظام د افغانستان د اسلامي جمهوریت په نوم یادېدی او اوسنی د افغانستان اسلامي امارت یادېږي، توپير تر همدې نامه پورې دی، نور خو طالبان د خپل نظام لپاره یو مشخص قانون نه لري چې په هغه يې خپل نظام تعریف کړی وي، داخلي او خارجه تګلاره يې واضحه کړې وي، د نظام سرې کرښې يې روښانه کړې وي، داسې هيڅ نه شته، لکه د نظام پر هماغه پخواني سټرکچر چې يې د اسلامي امارت نوم کېښود، همدغه ډول يې پر غیر معین قانون د اسلامي قانون نوم کېښود، دوی فکر کوي چې د یوه شي له ماهیت او حقیقت بدلولو پرته یوازې د نوم او نښان په بدلون سره بدلېږي.
پاته شوه د سر تاسري امن خبره، نو دا خو ټولو ته جوته ده چې هیواد کې نه خلک په امن دي او نه طالبان. په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د قول اردو له قومندانه واخله بیا تر والي پورې جګ پوړي کسان وژل شوي دي، پر دفترونو يې حملې شوې دي، کاروانونه يې په نښه شوي دي، چسپکۍ مایونو وهلي دي، ځانمرګي بریدونه پر شوي دي، دا خو د طالبانو برخه وه. د هیوادوالو لپاره هم امن نه شته، مساجد په نښه شوي دي، پر تعلیمي مرکزونو بریدونه شوي دي، شتمن خلک اختطاف شوي دي، ماشومان تښتول شوي دي، جنسي ځورونې جریان لري، په مرکز کابل کې خلک له غلو څخه خپل موبایل نه شي ساتلای، نور به امن وي او که بې امني؟!
تر دې وروسته په پيغام کې راځي:
«لله الحمد د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اسلامي نظام اعاده شوې ده».
ما يې ماهیت لوړ ورښانه کړ چې څنګه اسلامي نظام دی؟
بیا وايي: «مقدس اسلامي شریعت اعلان او تطبیق شوی دی».
اعلان خو اسانه خبره ده، هر څوک د هر ډول خبرې اعلان کولای شي، تطبیق ګران کار دی. دوی یوازې دې ته غښتلي دي او کار يې همدې ته ویلی دی چې خلک په درو ووهي، لاسونه ځنې پرېکړي، سنګسار يې کړي، قصاص يې کړي او د خلکو د یوې غتې مجمعې مخته ښځې و نران سپک کړي. پر دې فکر نه کوي چې د دې هر څه تر شا عوامل پراته دي، تر هغو چې دغه ټولنیز عوامل يې له منځه ولاړ نه شي، په ټولنه کې جرم نه ختمېږي، د خدای د دین دغه سزاګانې د هغو کسانو لپاره دي چې په یوه اسلامي پرامنه ټولنه کې د جرم په کولو اسلامي قوانین هم مات کړي او د ټولنې امن ورسره مختل کړي، هيڅ ډول بهرني ټولنیز عوامل یا داخلي نفسي عوامل يې تر شا نه وي. اما که یو څوک له لوږې غلا کوي، د عدالت او انصاف غوښتنه دا ده چې لاس يې نه پرېکېږي او نه اسلام دا حکم کړی دی، بلکې دلته ملامت حاکم دی، شته نظام ګرم دی، باید اصلاحات راولي چې خلکو ته په عدالت باندې د کار او خوراکي توکو د رسولو زمینه برابره شي. او که یو بل لېونی سړی غلا وکړي، نو د سزا مستحق نه دی، هغه نه پوهېږي چې له یوه دوکان څخه د مال په اخیستو یا خوړلو سره ما جرم کړی دی، له دې روښانه کېږي چې که یو څوک بهرني یا داخلي عوامل دې کارونو ته اړ کړي، هغه ته سزا نه ور کول کېږي، بلکې دولت مکلف دی چې عوامل له منځه یوسي.
پيغام وړاندې وايي:
«د دیني شعائرو د لوړتیا او د دیني مراکزو د پراختیا او تقويې لپاره مهم اقدامات شوي دي».
دیني شعایر پخوا هم دلته لوړ وو، هر وخت به لوړ وي، دلته خلک مسلمانان دي، د تېر نظام په اساسي قانون کې هم دا خبره شوې وه چې له اسلام سره ټکر هيڅ قانون د منلو وړ نه دی، ستا رسمي مذهب/مسلک حنفي مذهب دی او په هغه قانون کې اسلام بلل شوی و، چې ټولو اسلام ته منسوبو ډلو ته يې د خپل مذهبي اعمالو د کولو او تبلیغ چانس ور کړی و. نو دا خبره دې ډېره چټي او بې بنسټه ده چې اسلامي شعایر لوړ شو!!! اسلام نه تر تا پورې تړلی دی او نه ستا تر حکومت پورې. په امریکا غوندې یوه هیواد کې هم خلک مسلمانان دي، په روسیه کې هم شته، چین غوندې یوه دیکتاتور نظام او بې دینه ملت کې هم زرګونه مسلمانان وجود لري، ټول اسلامي شعایر لوړ ساتل کېږي. ګڼ اسلامي هیوادونه دي چې نه ستا په شان نظام لري او نه ستا په شان ملایان، بیا هم تر تاسو ښه مسلمانان دي، ټولنیز عدالت په کې پلی شوی دی، خلکو ته حق ور کول شوی دی، ښځې او نارینه يې ټول له اسلامي او بشري حقوقو څخه برخمن دي، اما دلته خبره سرچپه ده!
دویمه خبره د ديني مراکزو ده؛ نو دیني مراکز دوی خپلو مدرسو ته وايي. دغه مدرسه چې زه يې په خپل کلي او ښار کې وینم او دغه نصاب چې همدلته زموږ ملایانو زده کړی او تدریسوي يې، دغه ټول مراکز دې خدای په ټپه وتړي. دې خو د اسلام اصل څېره ور مسخه کړې ده، ملا نه په اسلام پوهېږي او نه په عیني شرایطو، خو بیا هم ادعا لري چې پر ټوله نړۍ حکومت کوم، ټولو ته ښه ژوند برابروم، اما د ده ګوازه پر ټوک ټولولو ده! د طالبانو د حکومت له راتلو سره تر ډېره وخته په ولسوالیو کې د طالبانو نظامي کسانو له خلکو څخه ټوکان ټولول او په ولسوالي کې به يې خوړل. یو څوک چې خپل ځان نه شي ساتلای، هغه به په نړۍ کې څه تغیر راولي؟ یو څوک چې هيڅ ډول بدلون ته چمتو نه وي، ذهنا له نن څخه په تېر دور کې اوسي، له عیني شرایطو سره سمون ته تیار نه وي، هغه به څه بدلون راوستلای شي؟ دغه مرکزونه پر موږ د احسان پر ځای ظلم دی، موږ يې پراخېدو ته سترګې په لار نه یو، بلکې ختمېدل او پر ځای يې سم معیاري مراکز خلاصېدل غواړو!
تر دې یو څو کرښې وروسته پيغام کې راغلي:
«په ملي کچه د افغانستان استقلال او خپلواکي یوځل بیا تامین شوې، اسلامي اخوت او ملي وحدت ټینګ شوی، د قوم ژبې او سمت په عنوان هر ډول تعصبات له منځه وړل شوي».
دغه ادعاوې څومره واقعیت لري؟ د ملا هبة الله خپل دفاع وزیر وايي چې زموږ فضا د امریکا له خوا اشغال ده، نو بیا خپلواکي او استقلال څنګه تامین دي؟ اسلامي اخوت او ملي وحدت ستاسو په اصطلاح یوازې کندهاریزم پالنې ته ویل کېږي؟ که رښتیا اسلامي ورورګلوي وي او ملي وحدت، نو بیا ستاسو په کابینه کې ولې غوڅ اکثریت پښتانه را ټول دي؟ ملا هبة الله امیر المومنین! هم پښتون او د کندهار دی او ملا محمد حسن اخوند رئیس الوزراء مو هم د کندهار او پښتون و؟ له پښتنو ماسیوا څومره وزیران مو له نورو قومونو څخه دي؟ ایا په دې نظام کې غیر پښتنو ته پوره حق ور کول شوی دی؟ اسلامي اخوت او ملي وحدت یوازې په تشو شعارونو راځي؟ خلک ړانده دي واقعیتونه نه ويني، ستاسو په تشو لاپو خطا وزي؟دا امکان نه لري، د دغو ټولو بې عدالتیو حساب به یوه ورځ حتما ور کوئ!
د ښځو په اړه یوځای وايي:
«د اسلامي امارت په حاکمیت سره د مېرمنو د اجباري نکاح او په بدو کې يې د ور کولو په شمول له نورو ګڼو رواجي ظلمونو څخه د ژغورلو په خاطر لازم اقدمات ترسره شوي دي، ټول شرعي حقوق يې تامین شوي دي. د ټولنې د نیمې برخې په حیث د میرمنو اصلاح، حجاب، عفت، له اختلاط څخه مخنیوي او د اسلامي شریعت تر سیوري لاندې د باسعادته ژوند په مسیر د برابرولو په موخه مهم اقدامات شوي دي.»
د میرمنو د اجباري نکاح حراموالی نه یوازې دا چې په شریعت کې له صدر الاسلام څخه ناروا بلل شوی دی، بلکې هر دور کې هم حرام بلل شوی دی، تېر نظام د همدې لپاره ډېر کوټلي ګامونه واخیستل، قوانین ورته تصویب شول، اما بیا هم دغه ناروا او ظالمانه چاره پای ته ونه رسېده. موږ د سر په سترګو دا نن په خپله ټولنه کې د وړو نجونو ور کول وینو، یوه ښځه د بلې په بدل کې ور کول کېږي، امیر صاحب! که ته د دې مثالونه غواړې، نو زه به بل وار په خپله لیکنه کې د دې ډول نکاح مثالونه راوړم، هره سیمه به په نوم یاده کړم او د ښځې، زوم، پلار او خسرګنۍ نومونه به هم یاد کړم، چې ستا تر حاکمیت لاندې بیا هم ښځې په اجباري ډول ور کول کېږي، مهر يې ځنې خوړل کېږي، په بدل کې ور کول کېږي، وړې نجونې نه یوازې ور کول کېږي، بلکې ودېږي، نو کومه ده چې مخه يې نیول شوې ده؟
نور ګڼ رواجي ظلمونه په خپله اصلي بڼه پاته دي، د کلي ملا همدغه رواجونه د دین په نوم ورته مقدس کړي دي، په کلي کې لا هم یوه لویه کورنۍ یو ځای سره اوسي، بشپړې بې عدالتۍ په کې روانې وي، یو څوک په نعمتونو کې بیدېږي، بل يې په خوب نه وي، ملا ورته وايي چې دا کورنۍ متحده ده او اتحاد د خدای خوښ عمل دی. دغه ډول نور مثالونه يې تاسو په خپله ذهن ته در ولئ چې څومره رواجي ظلمونه او دودونه ختم شوي دي که بیا هم پاته دي او ستا د دین ستنې ورته مقدسه جنبه هم ور کوي؟!
د ټولو شرعي حقوقو یادونه مو کړې ده! زه په خدای له ځان سره وشرمېدم، دومره باجرأته دروغجن خلک مې د خدای، رسول او اسلام په نوم تر ننه هم په والله بالله که لیدلي وو! دا يې د هغه لوی امیر پيغام دی چې ښکاره ټولې نړۍ ته دروغ په کې وايي، نو ذبیح الله خو همدغه دنده لري چې دورغ سره جوړ او بیا يې تبلیغ کړي، هغه به ولې دروغ اعلاميې نه خپروي؟
ایا ښځې په اسلام کې د کار او زده کړو حق نه لري؟ که وي، نو تاسو ولې تقریبا دوه کاله له دې حق څخه بې برخې کړې دي؟ که وایاست چې حق يې منو، موږ يې پر بدیلو لارو فکر کوو، نو داسې تر ننه چا لیدلې ده چې څوک د یوه شي بدیل نه لري، اما بیا هم بندیز پر وضع کوي؟ تاسو د کوم قانون له مخې له ښځو د تعلیم او کار حق اخلئ، بدیل يې هيڅ نه وړاندې کوئ؟ دغه ډول دې دا نورې ادعاوې هم زیاتره دروغ او بې بنیاده دي!
یوځای بیا هم د خپلو تبلیغاتو په تسلسل وايي:
«د ښځو د شل کلن اشغال منفي تاثیرات د ختمیدو په حال کې دي».
طالبان همدا یوه ډېره لویه وسیله لري چې اشغال دی او اشغال و! په خپل ذات کې دوی کار نه کوي، هر څه د بل ته په ګوته نیولو کوي. که پوښتنه ځنې وشي، چې څه مو کړي دي؟ دوی وايي تېر نظام هم په دې برخه کې هيڅ نه کول، دا نو اوس ځواب دی؟ د دوی په اصطلاح اشغال کې ښځو د تعلیم حق در لود، خو په خپلواک اسلامي نظام کې يې نه لري؟ ښځو کار در لود، اسلامي نظام ځنې واخیست؟ داسې نور هم. پوښتنه دا ده چې تېر دولت تاسو د اشغال لاس پوڅی باله، اما د ملت لپاره يې اساسي کارونه په داسې حال کې کول چې ستاسو شدید بغاوت جریان در لود، تاسو په داسې حال کې د هغه نیمايي کارونه نه شي کولای چې ستاسو په وینا سرتاسري امین تامین او په اقتصادي لحاظ خود کفا یاست؟!
د اشغال او استقلال، د اسلامي نظام او غیر اسلامي نظام خبرې یوازې تش شعارونه دي، نور په حقیقت کې یوه معنا هم نه لري. هماغه امریکا نن هم ده ته د ډالرو کڅوړې ور کوي او له یوې بلې اسلامي ډلې داعش سره يې اخته کړي، نو داعش به تاسو ته په کوم نظر ګوري؟ که سبا هغه ستاسو پر ځای حاکمان شي، ایا همدغه ډول ادعاوې به ستاسو په اړه ونه کړي لکه تاسو چې يې د تېر نظام په اړه کوئ؟
یوځای وايي:
«د ښځو د حقوقو په اړه د شپږماده ییز فرمان په صدور سره د یوه آزاد او باعزته انسان په حیث د میرمنو حیثیت اعاده شوی او د نکاح، میراث او نورو حقوقو د تأمین په برخه کې ټول ادارات د میرمنو په مرسته مکلفې شوې دي».
دا ډېره عجیبه ده چې تېر نظام له اساسي قانونه بیا تر مدني قانونه د ښځو د حقوقو ساتنې لپاره قوانین جوړ کړو، په دولتي کچه يې بسته وزارت ورته ایجاد کړ، خورا ډېرې هلې ځلې يې وکړې، بیا هم زموږ د ښځو حقوق تامین نه شول، خو هبة الله اخوندزاده صاحب په یوه شپږ ماده ییز فرمان سره ټولې ستونزې ور حل کړې، اوس یوه ازاده ټولنه لري، باعزته انسان شوه، د نکاح میراث او نورو حقوقو په برخه کې ادارې مکلفې دي چې د ښځو مرسته وکړي! زه په قسم همدا اوس درته وایم چې دا نن هم ستا تر حاکمیت لاندې ښځې په کامله ناخوښي واده شوې، په نکاح شوې، ولور يې د کورنۍ له خوا خوړل شوی، وروڼو ستاسو تر حاکمیت لاندې یوه خور په هلمند کې له دې امله ووژله چې د پلار په میراث کې يې خپل حق غوښتی!
نه دلته ښځې ته ازادي ور کول شوې، نه د باعزته انسان په سترګه ورته کتل کېږي، تر هغو چې ښځه تعلیم ونه لري، خپله ګټه وټه ونه لري، په ټول ژوند هم والله که یا ازاد انسان شي یا هم د باعزته انسان حیثیت پيدا کړي، تاسو يې پر هغو اساسي نکاتو بندیز لګولی دی او بیا ادعا کوئ چې ازادي مو ور کړې او حیثیت يې اعاده شوی دی؟!
پيغام یوځای وايي:
«په اقتصادي برخه کې ویلای شو، چې ټول هغه اټکلونه چې دلته يې د بشپړ اقتصادي سقوط او سرتاسري بحران وړاندوینه کېدله د الله تعالی په فضل غلط ثابت شوي دي. اسلامي امارت د حکیمانه اقداماتو، اخلاص او شفافیت په برکت د اقتصادي سقوط مخه نیول شوې. د هیواد په نږدې تاریخ کې په لومړي ځل هیواد په اقتصادي لحاظ خودکفا شوی دی او د بیارغونې، زراعت، ابیاري، سرک سازي، معادنو د استخراج او نورو برخو کې مهم ترتیبونه پيل او تر لاس لاندې نیول شوي دي».
که داسې ویل شوي وای چې له امریکا سره د امارت د پټو حاکیمانه تړنونو په برکت د اقتصادي سقوط مخه نیول شوې ده، دا بالکل سهي او پر ځای خبره وه. د هیواد اقتصادي او تعلیمي سیسټم اوس هم د رکود په حال کې دی، دا چې تاسو له دې دواړو څخه ناخبره یاست او پرې نه پوهېږئ، دا بېله خبره ده، د دې ډاله غږ به تاسو سبا واورئ!
د امریکا هره اونۍ ډالري کڅوړه که یوه ورځ هم وځنډېده، نو د افغانۍ کور په بازار کې خراب وي، تاسو نو کوم اقدامات تر سر کړو چې هیواد مو په لومړي ځل خود کفا کړ؟ فابریکې مو فعاله کړې، نړۍ ته مو صاردات زیات کړو، ښه کادرونه لرئ چې هغوی درته له بهره ډالر را لېږي، کوم کار وشو چې خود کفا شو؟ که خود کفا وای، بیا به دې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي امریکا ته زارۍ نه کولای چې امریکا غټ هیواد دی، باید غټ زړه ولري او له موږ سره بشري مرستې وکړي، ولې مو زارۍ ورته کولې؟
هر وخت مو نړۍ والو ته د مرستې خولې کږې کړې دي، د ملګرو ملتونو موسسې اوس هم دلته دي، بشري مرستې وېشي، د هغوی د محاسبې له مخې میلینونه کسان لومړیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري، نو ایا دا خود کفا دی؟ تاسو یوځل له کندهاره زحمت وکړئ د سپين بولدک دروازې ته ورشئ، چې ستا دوست هیواد پاکستان ته هره ورځ څومره کسان په خورا ډېر ذلالت ور اوړي، پیسې ور کوي، رشوتونه ور کوي، دلته د کار او روز ګار لپاره راځي ځکه په هیواد کې ډېره بېکاري ده چې خلک د ماښام ګوله نه شي پيدا کولای، بیا درته معلومېږي چې هیواد مو خود کفا دی؟ تاسو ته خپل سفیر نه دي ویلي چې پاکستان همدغه مجبور افغانان په زندانو کې اچولي؟ شمېر يې تر زرګونو کسانو رسېږي، که هیواد خود کفا وای، نو دغه کسان ولې پاکستان ته په دومره ذلالت را اوښتل او دلته يې ځان ته کار و روزګار پيدا کاوه؟
د معادنو د استخراج یادونه مو کړې ده، دا کار ډېر ځراکت غواړي، په دې کې یوازې ستاسو برخې نه دي، د راتلونکو نسلونو برخې هم په کې شته، دا چې څنګه را وایستل شي او بیا څنګه مصرف شي، تاسو يې خپل تګلاره په اړه واضحه کړئ چې خلک پوه شي تاسو څنګه کانونه استخراج کوئ؟ موږ چې اوس څنګه ورته ګورو، نو دا یوازې د چور په ډول را ایستل کېږي، نه د ملت د ګټې لپاره چې تاسو يې پر ملت احسان وکړئ، که داسې نه وي، نو ور کړئ د تېرو دوو کلونو حساب ملت ته ور کړئ!
لیکنه ډېره را څخه اوږده شوه، ما غوښتل لنډ څه ولیکم، اما اوس دې هم په پيغام کې خورا ډېر څه پاته شول، که د لیکنې د طوالت ډار را سره نه وای، نو ډېرې خبرې مې درته در لودې، ډېر مثالونه را سره وو، ستا د تشو ادعاو خلاف مې ډېر شواهد در لودل، خو له بده مرغه چې په یوه مقاله کې د دې هر څه شونتیا نه شته، که خیر و، پر نورو ټکو به په جلا مقالو کې بل وخت بحث کوو.