۸صبح، هرات: د هېواد له سویل کندهار ولایت څخه سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یوه سړي د خپلو درېیو اولادونو سرونه پرې کړي دي.
ځایي سرچینې سه شنبه د تلې پر ۱۲ وایي، چې دغه پېښه د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په کاریزک کلي کې شوې ده.
د سرچینو په وینا دغه کس د خپلو ۱۳، ۱۵ او ۱۶ کلنو اولادونو د سرونو له پرې کولو وروسته د هغوی مړي د شپې له خوا خښ کړي دي.
دغه کس د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
په بل خبر کې هرات کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یوه کس د خپلې مېرمنې سر پرې کړی دی.
د ځایي سرچینو په وینا دغه کس، چې نعمتالله نومېږي دوشنبه شپه د تلې پر یوولسمه یې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې خپله مېرمن وژلې ده.
د دغه قتل لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی.
د ویلو ده، چې کابو دوې اوونۍ مخکې نیمروز ولایت کې یوه سړي د خپلې کورنۍ ۹ تنه ووژل.