په ننګرهار کې يوه سړي د اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده

۸ صبح، ننګرهار: په هېواد کې د ځانوژنو د پېښو په لړ کې دا ځل په ننګرهار کې یوه کس د بې وزلۍ له امله ځانوژنه کړې ده
نواز د چهارشنبې ورځې پر ماښام ( د غبرګولي په ۳مه) د روداتو ولسوالۍ په کان کلي کې ځان یوې ویالې ته غورځولی دی.
سرچینې زیاتوي، چې دغه سړي د اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده.
خو په ننګرهار کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي دغه پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي ، چې ٣٥ کلن نواز په رواني ناروغۍ اخته و.
په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې دي.
د روانې اوونۍ له دوشنبې تر چهارشنبه پورې په کابل، غور او ننګرهار ولایتونو کې لږ تر لږه درېيو کسانو ځانوژنه کړې او درې واړو پېښو لامل بې وزلي بلل شوې ده.