۸صبح، کابل: کابل ښار کې سرچینې وایي، چې یوه سړي د خپلې ښځې په ګډون دوې ښځې او دوه نارینه په ډزو وژلي دي.
ځایي سرچینې وایي، چې دغه پېښه دوشنبه سهار د مرغومي پر ۲۶ د کابل ښار په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د پوهنې شهیدانو پر څلوېښت متره سړک شوې ده.
د لاسته راغلو معلوماتو له مخې هغه کس، چې دا څلور تنه یې وژلي دي له طالبانو سره له نښتې وروسته او د یوه طالب جنګیالي له ټپي کولو وروسته نیول شوی دی.
ویل کېږي، چې د دې پېښې قربانیان د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
تر اوسه د دې پېښې لامل روښانه نه دی.
په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.