۸صبح، پروان: پروان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یوه سړي خپل ورور په ډزو وژلی دی.
دغه پېښه سهشنبه د لیندۍ پر لومړۍ نېټه د پروان د سیدخېل ولسوالۍ اړوند کمانګر کلي شوې ده.
د سرچینو په وینا، وژل شوی کس جمشېد نومېده او ۳۷ کلن و.
سرچینې زیاتوي، چې جمشېد پر نشهیي توکو روږدی و او د ورور له خوا یې په ښکاري وسله وژل شوی دی.
له وژل شوي کس څخه یو ماشوم هم پاتې دی.
په همدې حال کې طالبانو دغه پېښه تایید کړې ده او ویلي یې دي، چې تورن کس له سیمې تښتېدلی او د هغه د نیولو لپاره هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې یوه سړي د پروان د سیاهګرد ولسوالۍ په اړوند قولچ دره کې پر خپلې مېرمنې ماین اېښي او چاودنه یې ورکړې وه.