۸صبح، فاریاب: فاریاب کې یوه واده شوې ښځه له ۱۶ کلن هلک سره د اړیکې لرلو په تور د خپل پلار له خوا وژل شوې ده.
سیمهییزې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې جمعه ماښام د لړم پر دیارلسمه نېټه یو ۱۶ کلن هلک د دغې ښځې کور ته دننه شو او د تښتې پرمهال یې د هغې دوه خپلوان په چاړې ټپیان کړل.
سرچینې زیاتوي، چې له دې پېښې وروسته د دغې ښځې پلار هغه له دغه تنکي ځوان سره د اړیکې لرلو په تور وژلې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې په بلڅراغ ولسوالۍ کې د کلي اوسېدونکو دغه ۱۶ کلن هلک له وهلو ټکولو وروسته پرې یوې ونې تړلی دی.
د سرچینو په وینا د دغې ښځې پلار او ۱۶ کلن هلک اوسمهال د طالبانو له خوا نیول شوي او بندیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د فاریاب په کلیو کې د کورنیو د نارینهوو له خوا د خپلسرو محاکمو او ناموسي وژنو په اړه تل راپورونه رارسېدلي دي.