په غور کې يوه سړي خپل زوم وژلى دى؛ د زوم خور غچ واخیست

۸صبح، غور: په غور ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې یو سړی، چې خپل زوم وژلی و، د زوم د خور له خوا وژل شوی دی.

سرچينې ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي، چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۸ مه) د غور ولايت د شهرک ولسوالۍ د (جلګه‌مزار) په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، (علي‌احمد) نومي خپل زوم (ګلاب‌الدين) له لفظي شخړې وروسته د چاقو په ګوزارونو وژلى دى.

له دې پېښې وروسته، د ګلاب الدین خور، د خپل ورور د وینې غچ اخیستو لپاره علي احمد په چاقو وواژه.

ددغې خونړۍ پېښې اصلي لامل تر اوسه معلوم نه دی.

په غور کې طالبانو تر اوسه ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې قومي او کورنۍ دښمنۍ هر وخت د هېواد له وګړو څخه قرباني اخلي.

خو په تیرو وختونو کې ډیر لږ پیښ شوي، چې یوې خور دې د خپل ورور د وینو غچ اخیستو لپاره، قتل کړې وي.

ورته لیکنې

Back to top button