بامیان کې له یوې حقوقي دعوا وروسته د یوه سړي غوږ پرې شو

۸صبح، بامیان: بامیان کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د مخکیني حکومت د څارنوالۍ د رییس د موټر چلوونکي غوږ له شکنجې وروسته پرې شوی دی.

سرچینې دوشنبه د سلواغې پر درېیمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې دغه پېښه شپږ ورځې مخکې د بامیان د پوځي څارنوالۍ د رییس د موټرچلوونکي احمدعلي په کور کې د شپې له خوا شوې ده.

د سرچینو په وینا دغه پېښه د احمدعلي او یو شمېر نورو کسانو ترمنځ د حقوقي دعوا له امله شوې ده.

د دې پېښې عاملانو احمدعلي ګواښلی چې که د دې موضوع په اړه چا ته ووايي، وژني یې.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې جنایي پېښې او صحرایي محاکمې زیاتې شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button