له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د روسيې استازي او د طالبانو کورنيو چارو د وزارت مرستيال ترمنځ غونډه

۸صبح٫کابل: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ددغه وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال (عبدالحق اخند) د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د روسیې له استازي (اولیک مايونوف) سره کتلي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت، نن چهارشنبه (وري ۱۶) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وشوې.
دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د ډلهییز امنیت تړون سازمان په دې وروستیو کې، د افغانستان له لارې د مخدره موادو د قاچاق پر زیاتوالي، اندېښنه څرګنده کړې وه.
دغه سازمان تر دې مخکې له افغانستانه د تروریستي ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.
افغانستان د ډلهییز امنیت تړون سازمان له دریو غړو هېوادونو سره ګډه پوله لري.