د حقاني شبکې یو غړی په قاچاقي لاره ترکیې ته روان شوی
سپین ګل

۸صبح، کابل: د طالبانو د حقاني شبکې سرچينو ويلي، چې د دغې شبکې یو غړی مسلمیار ځدراڼ له خپلې کورنۍ څخه په پټه په قاچاقي لاره ترکیې ته روان شوی.
د نوموړي د تره زوی او د حقاني شبکې یوه مطبوعاتي مبلغ اسماعیل ځدراڼ د نوموړي د دغه تګ خبر خپور کړی او د طالبانو له امنیتي ځواکونو یې غوښتي، چې د هغه د نیولو او ممانعت هڅه وکړي.
اسماعیل ځدراڼ زیاتوي، چې مسلمیار ځدراڼ د نوموړي له تره زوی سربېره «اسلامپال مبارز» دی.
سرچینې نه دي ویلي، چې نوموړی ولې د طالبانو له دې ادعا سره، چې وایي «بشپړاسلامي نظام» یې حاکم کړی، د طالبانو په عامه اصطلاح «له هېواده تښتي» او په قاچاقي او خطرناکه لاره مخه ښه ورسره کوي.
له هېواده د حقاني شبکې د دغه غړي د وتو د هڅې خبر پر داسې مهال ورکړل شوی، چې څه موده مخکې د دغې شبکې مشر او د طالبانو د رژیم د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د خپل رژیم پر نهښکاره شوي مشر ملا هبتالله اخندزاده توندې کنایوي نیوکې وکړې او هغه یې د واک پر انحصار او پر نورو د خپلو رایو د تپلو تور پورې کړ.
حقاني دا هم ویلي وو، چې دغه وضعیت نور د زغملو نه دی.