۸صبح، بادغیس: بادغیس کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې له تېرو جګړو څخه پاتې شوي ماین د چاودنې له امله دوه تنکی ځوانان مړه شوي دي.
سیمهییزو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دا پېښه نن سه شنبه سهار د سلواغې پر ۲۵ د بادغیس ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې شوې ده.
د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، دغه ماين چې د پخواني حکومت د امنيتي ځواکونو په يوه پوسته کې ځاىپرځاى شوى و، په داسې حال کې وچاودېد چې ماشومانو لوبې پرې کولې.
د ماینونو چاودنې چې له تېرو جګړو څخه پاتې دي کله ناکله له افغان ماشومانو قرباني اخلي. څه موده وړاندې په بادغیس کې هم په ورته پېښه کې ۵ ماشومان مړه او ټپیان شوي وو.