په لوګر کې د ماين چاودنې يو کس وواژه

۸صبح، لوګر: لوګر کې ځايي سرچینې وايي، د ماین چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی.
دغه پيښه نن دوشنبه (د غبرګولي په ٨ مه) د لوګر محمدآغې ولسوالۍ په (دهنو) کلي کې رامنځته شوی ده.
ویل کیږي چې وژل شوی کس (نجیب الله) نومېده او د دهنو کلي اوسیدونکی و.
داسې ښکاري، چې نجیب الله د خپل کور په انګړ د یوې خوني تادو کیندو په ترڅ کې په له پخوا را پاتي شوي ماین وربرابر شوی او چاودنه رامنځته شوی.
په هېواد کې له تېرو جګړو را پاتې ماينونه او ناچاودي توکې، وخت پر وخت د ملکي وګړو ژوند اخلي.
تېره ورځ د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې، د ماين چاودنې له امله دوه ماشومان ووژل شول او یو بل ماشوم ټپي شو.