په ميدان وردګو کې د ماين چاودنې يو هټيوال وژلى دى

۸صبح، میدان وردګ: په میدان وردګو ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې یو هټیوال په خپل دوکان کې د ماین چاودنې له امله وژل شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د شنبې په ورځ (د غبرګولي په ٢٧مه)، د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې رامنځته شوې ده.

چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې یاد کس د اوسپنې د کباړ په اخیستلو بوخت و او ګباړ يي ځای پرځای کولو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پېښې قرباني د ننګرهار ولايت اصلي اوسېدونکى دى.

دا له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې په میدان وردګو کې د ناچاودو توکو دریمه چاودنه ده، چې د دې ولایت اوسېدونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

تردې وړاندې هم د دغه ولايت د سيداباد ولسوالۍ په تنګي سيمه کې په دوو جلا پېښو کې د ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي وو.

ورته لیکنې

Back to top button