د ژوند کيسې مو وليکئ. پر ژوند مو د وروستيو بدلونونو د اغېزو په اړه متن، انځور او ويډيو راواستوئ. ۸صبح ورځپاڼې «د خلکو کيسه» په نامه ځانګړې پاڼه جوړه کړې، چې ستاسې يادښتونه، کيسې، عکسونه او ويډيوګانې خپرې کړي.
کابل لکه د شګو د ښکلي انځور په څیر و، چې په یوه شیبه کې ونړېد او دا هغه تصویر دی، چې اوس زما په ذهن کې د کابل له نوم سره جوړېږي. او همدا دی چې له هغې ورځې تر دا مهاله ماته کابل همداسې نړېږي. کابل هره ورځ ويجاړېږي. نه یوازې کابل، ان د کابل خلک هم د شګې په څېر د بړبوکۍ منځ کې راګیر شوي، چې شوي دي. دې سقوط کې یو نسل چې یوازې یې د وطن لپاره هیلې لرلې، هم بېځایه شول، یو د دنیا یوه برخه کې، بل یې بله برخه کې او بل یې بیا په هېواد کې دننه او بل له هېواده بهر په ټوک ټوک ځان سره د بېوطنۍ او بدبختۍ ورځې شپې تېروي.
پر ما افغان دا څو لسیزې کېږي تاریخ تکرارېږي، ترڅو د خپلو پخوانیو خلکو د بدختۍ مزه موږ هم وڅکو. دا تجربه څومره ترخه او ګرانه ده.
تراوسه مې بدن پر هغې پرځېدلې او بدبختې یکشنبې له سیکه وځي، کله چې سترګې پټوم او د کابل نوم مې په غوږونو کې انګازې کوي. نوی ښار او پل سرخ مې په خیال کې ویجاړېږي: د یو نامعلوم ځای پر لور له دفتره تېښته، له کوره تېښته او د کابل دې خوا او اخوا تېښته، بلې خوا د ګڼې ګوڼې او صوتي ککړتیا، د موټرو ګڼه ګوڼه او خلک حیران دریان هرې خوا بلې خوا ګوري. د کابل هغه سهار مې نه فلم کې لیدلې وه او نه مې کوم کتاب کې لوستلې وه. او همدارنګه د کابل له بېلابېلو برخو ورته تصویرونه: له قلعه فتحالله، پل سرخ، نوي ښار، پښتونستان واټ، پل باغ عمومي، باغ بالا، شېرشاه مېنه، تایمني، وزیر اکبرخان… ځایونو د ښکلي کابل د ویجاړېدو تصویرونه وه.
هره ورځ له ځان سره وایم، کاش څه مې چې لیدلي وي، تریخ خوب او تیاره وي؛ خو خپله پوهېږم، چې داسې نه ده او څه مې چې ولیدل یو دردناکه واقعیت دی.
زه ترکیې ته د سفر له امله له دفتره رخصت وم؛ خو مېړه مې فرزاد فرنود دفتر ته ته، ان د کابل د سقوط پر ورځ هم دفتر کې و، چې ناڅاپه یې زنګ راوواهه او ویل یې: «له کوره بهر نه شئ، چې د ښار وضعیت ترینګلی دی او خلک په ښار او کوڅو کې هرې خوا منډې وهي، زه هم پر لار یم، رسېږم… داسې ښکارېده، چې هر څه ختم شوي.» هو واقعیت همدا و.
هرڅه پای ته رسېدلي و او موږ بایللې وه. یاده دې وي، چې زموږ بایلل د ولسمشر له بایللو سره توپیر لاره. موږ هېواد له لاسه ورکاوه او هغه واک. هغه هېواد چې تازه یې ارزښتونه ترلاسه کړي و، چې اوسنۍ نړۍ او دولتونو کې یې درناوی کېږي؛ هغه ارزښت چې هيله مې لرله پروچیستا لور مې ښه ژوند ولري، خو داسې ونه شو. هغه هم شاید د دغه ارزښتونو یوه پېلامه وي؛ هغه ارزښتونه چې شاید نور دې هېواد کې رامنځته نه شي.
زما او زما د همزولو د هیلو او ارمانونو پای مې د فرزاد په ډارځپلې څهره کې ولیدل؛ کله چې د کور دروازې ته راورسېده او ماته یې کتل. دواړو بې له دې چې خبرې وکړو، چې سبا به د بیچارګۍ او بدبختۍ پېلامه وي، چې پای به یې مالوم نه وي.
همدا و چې پر سبا یې خلک د طالبانو له وېرې پر کابل هوايي ډګر هجوم وروړ او ان ځانونه یې د الوتکو په وزرونو کې ونښلول، چې د نړۍ په تاریخ کې داسې څه شوي نه دي. خپرو شویو ویډیوګانو ښوول، چې جوپې جوپې خلک د پوځي الوتکو وزرونو لاندې ناست دي او الوتکې د پرواز په حالت کې دي؛ ناخبره له دې چې هوا کې به لاندې راولوېږي، چې راولوېدل هم او هغه رالوېدل د ورځپاڼو او نورو رسنیو د سرټکي شول. شاید نړۍ او امریکایانو د سپټمبر یوولسمه له یاده ویستي وي؛ خو افغانانو د طالبانو اعدامونه، قمچینې، سنګسارول له یاده ویستي نه و او ان له هوا رالویدل یې د طالب له قمچینو غوره وګڼل.
له یوې اوونۍ زیاته موده مو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند وکړ. کابل خپل رنګ د هرې ورځې په تېرېدو بایله او خلک یې هره ورځ له ګڼو ستونزو سره مخامخېدل. له هر ځایه د تېښتې خبرې وې. خلک د ځان له وېرې تر دې حده پر یو بل بې باوره شوي و، چې د وتلو لار نقشه به یې چاته نه ویله. او دا د نږدې خپلوانو او دوستانو تر منځ هم وه. دې پرلپسې تېښتو ډېره ځورولم. کابل هوايي ډګر کې د ماشومانو، زړو ښځو او سړیو د له منځه تللو لسګونه پټ داستانونه لري، چې رسنیو په دې تړاو څه نه دي ویلي او تر نن ورځې همداسې پټ پاتې شوې یا کورنۍ حاضرې نه دي، چې د هغې تراژیدۍ په هکله څه ووايي.
د سقوط پر دویمه ورځ د فرزاد یو ملګری له خپلې کورنۍ سره له شبرغانه زموږ کور تایمنیو ته راغلل. ماښام ټول د ایسکریم خوړلو په پلمه له کوره بهر شو، ترڅو وګورو د کابل حالت څنګه دی. د تایمني بازار پخوانۍ مزه نه وه، د ښځو نه شتون د کابل ښکلا له منځه وړې وه. نوی ښار داسې ښکارېده، چې رخصت وي، د جامو پلورنځي، رستورانتونه او د نوي ښار کافي شاپونه له نجونو او هلکانو تشې ښکارېدې.
د همدې غمېزې په لېدو سره موږ هم پرېکړه وکړه، چې له کابله ووځو. زما او فرزاد ځينو ملګرو د همکارۍ ډاډ راکړ، ترڅو له یوې لارې موږ له کابله بهر کړي. خو په همدې ورځو کې د فرزاد ملګري، چې له شبرغان او سرپل څخه راغلي وو، کله کله به د هوايي ډګر پر لور تلل، خو له هوايي ډګره تېرېدل ګران و، بېرته به ناهیلې راستنېدل. په هماغو ورځو کې زه او فرزاد د سفر توکو د تیارولو په موخه بوش بازار ته تللي وو او وروسته د کورنیو چارو وزارت له پخوانۍ ودانۍ چې تازه خلاصه شوې وه د هغه ځای پر لور لاړو، چې هلته د فرزاد مور اوسېده؛ کور ته د ننوتو سره سم له یوه ملګري سره مخامخ شو، چې تازه له هوايي ډګره راستون شوې و او ډېر پرېشانه او ترهېدلی برېښېده، داسې ښکارېده، چې ګومان دې کاوه نوی له جګړې راستون شوې وي. نوموړي موږ ته د کابل هوايي ډګر وحشت ناکې او ناهیله بښوونکې کیسې وکړې، چې په اورېدلو یې د انسان وېښته درېدل او اوښکې یې روانې دې. سره له دې چې ورځ مو په بد خبر پېلېده او پای ته رسېده؛ خو د دغه ملګري خبرې داسې څه و، چې زموږ نسل له دې حالت سره مخامخ شوي نه و. نوموړي ته د ډاډګېرنې او استراحت کولو په موخه مو ځان سره تایمنیو ته راوست. خو د ډاډګېرنه او خوب وړتیا له کومه شوه.
د شپې یوولس بجې له امریکا څخه یو ملګري زنګ راووهه او له کابله د وتلو د همکارۍ ډاډ یې راکړ. نوموړي ټينګار وکړ، هر څنګه چې کېږي د هغه له کورنۍ سره همغږي وکړي او سبا سهار څلور بجې د باران کمپ او د ژوندون تلویزیون له لارې کابل هوايي ډګر ته ننوځو. موږ ته یو رمز راکړل شو او ویل یې چې موږ«د ویالې اوبو» له لارې تسلیمېږو، د امریکا د ځواکونو یو سرتېری «الیکس» نومېږي. ما خبره له فرزاد سره شریکه کړه او دواړو یوځای تصمیم ونیوه، چې له هر ډول ګواښ او خطر سره هم که مخامخ شو، باید له کابله ووځو؛ ځکه نور دلته د ژوند لپاره هیله پاتې نه وه. له بلې خوا فرزاد د خپلو لیکنو او له رسنیو سره د کارکولو په تړاو ډارېده، چې هسې نه طالبانو کومه ستونزه ورته پېښه کړي او ما سفارت او د ښځو مدني او فرهنګي موسسو کې د کارکولو له کبله د ګواښ احساس کاوه. د دې ترڅنګ ما او فرزاد د کابل له سقوط دوه میاشتې وړاندې په خپل کور کې د فرانسې خبري آژانس سره اوږده مرکه کړې وه، چې څه موده وړاندې د مرکې یوه برخه په الجزیره ټلویزیون کې خپره شوې وه او هغې کې ما د طالبانو پر ضد څرګندونې کړې وې او هغوي مې ترهګر بللي و. دا ټول د دې لامل کېده، چې زموږ ځان له خطر سره مخامخ کړي. د شپې مو له میلمنو سره سلا وکړه، خو هغوي رضایت ونه ښوده؛ ځکه د هوايي ډګر له شاوخوا خبر و. سره له دې هم یو له هغوي موږ سره د هوايي ډګر تر څنډو راغی، شاوخوا ته په لومړۍ کتنه پوه شوم، چې پنځوس مترۍ سره خواکې له لوی ګواښ سره مخامخېږو او له هغه ځایه تېرېدل لوی زړه غواړي. د هغه ځای ګڼه ګوڼه، د ښځو او ماشومانو شتون، غالمغال او له ټولو ناوړه دا چې هرو څو قدمو کې به یو سړی راته او عذر به یې کاوه چې: «مخکې مه ځئ، د سترګو وړاندې مې ماشومان تلف شول… هیله کوم مه ځئ… هیله کوم مه ځئ». د نوموړي عذر او زارۍ به د سړي پښې له سېکه ویستې؛ خو بیا هم موږ خپل حرکت ته دوام ورکاوه. د کورنیو لسو سړیو انساني سپر جوړ کړې و او په هغې جوړې شوې حلقې کې له ماشومانو سره روان و، ترڅو کوم زیان راونه رسېږي. د ویالې منځني پله ته نږدې شو، زموږ له ډلې یو ویالې ته ښکته شو، چې وګوري «الیکس» راغی که نه، او بیا راغی موږ ته یې وویل، یو یو ځانونه لاندې ګوزار کړئ، موږ ویالې ته دننه شو او بیا مو هماغه حلقه جوړه کړه، هغه ویاله، ویاله نه وه، د هوايي ډګر مردارې او بویناکه اوبه وې. ویاله له سیم خارداره، خالي کوتیو او له فلزاتو ډکه وه. تر زنګانه پورې په مردارو اوبو کې روان و او هره جوپه به چې زموږ پر خوا راتله له پنځو سوو تر شپږ سوه کسان و، اکسیجن سم نه رارسېده او کله کله به ماشومان د خپل پلار یا مور له لاسه اوبو ته غورځېدل.
لور مې پروچیستا له ډاره چغې او نارې وهلې او نږدې وه، چې هغې ته هم اکسیجن ونه رسېږي. فرزاد یو سړي ته چې په مټو غښتلی او لوړ قد یې لاره په ژړا شو او زاري یې ورته وکړې، چې پروچیستا زما له غېږې واخلي او پورته یې کړي، ترڅو اکسیجن واخلي. هغه دا کار وکړ. همدې وخت کې «الیکس» زموږ غږ واورېد، چې موږ چیغې وهلې او ویل مو «الیکس مرسته وکړه.» هغه لومړی پروچیستا واخیسته، له څو دقیقو وروسته یې زما لاس ونیوه او ځان خواته یې کش کړم، بیا ما فرزاد په خپل لاس راپورته کړ. همدې وخت کې ښځو او ماشومانو د سرتېرو خواته کتل او چېغې یې وهلې چې مرسته وکړي؛ خو بهرنیو سرتېرو ګواښل، چې پر خوا به یې غږیز بم واچوي یا یې پر خپلو وسلو ګواښل، چې ډزې به وکړي. خو بیا هم خلکو پرې هجوم وروړ. په پای کې هم کله کله طالبانو په لښتو سړي وهل، چې د ښځو خواته لاړ نه شي. ما یوه ښځه ولیده، چې له ویالې راپورته شوې وه او نږدې و، چې د بهرنیانو له لوري له هوايي ډګره واوړي، چې پر سینې یې یوه لغته وخوړه او ویالې ته ولوېده. داسې هم ښکارېدل، چې مور یې له ویالې دې غاړې وي، خو زوی هاغاړه پاتې شوې وي. ځینو مواردو کې د کورنۍ څو غړي تېر شوي و او ځينې پاتې و. موږ تېر شو؛ خو کله چې شاته ګورم، زیات شمېر کسان په هغې ناوړه وضعیت کې پاتې شول، کاش چې کېدای شوای، ټول له هغه ځایه له ځان سره یوسي؛ خو حالت داسې و، چې هر چا به د خپل ځان د ساتنې په موخه هڅې کولې. موږ له نوملیکنې او د فرزاد د خبریالۍ کارت له لېدلو وروسته بیلو لیکو کې ودرېدو او موټر راغی او له نامالومې لارې یې هوايي ډګر ته دننه کړو. وروسته مو کورنۍ او ملګري د تیلفون له لارې خبر کړل، چې دننه شو او اوس هوايي ډګر کې یو. داسې مخه ښې چې د ژوند ترټولو سخته شیبه وه او هېڅکله به یې له یاده ونه باسم. خپل نږدې خپلوان او هغه ځای مو چې په څومره ستونزو جوړ کړې و، هغه وطن کې چې مور مې وه، پرېښود او راووتو. داسې پېښه چې تصور یې هم ما نه شوای کولای.
د هماغې ورځې پر مازیګر له بایومتریک وروسته چې موږ باید الوتکې ته پورته شوي وای، د هوايي ډګر خواته ویالې سره لویه چاودنه وشوه، ټيک پر هغې لارې چې موږ څو ساعته مخکې پرې راغلو. چاودنه د دې لامل شوه، چې الوتکې تر نامالومې نېټې وځنډېږي او موږ هغه شپه تر دیوال لاندې تېره کړه. د الوتکو کیناستل او خاورې او دوړې بادول به ماشومان ځورول او هوا هم هره شیبه سړېده. یو شمېر ویده شو او یو شمېر نور بیا تر سبا ویښ وو. فرزاد ټوله شپه ګرځېده او ویښ و او زما سترګې به چې ورغلې د ویالې ګڼه ګوڼه، غالمغال او کله چې بیا وروسته چاودنه وشوه او انځورونه یې فیسبوک کې خپاره شوي تر سترګو کېدل. ما فکر کاوه هماغه کس چې وسله یې په اوږه او لرګی یې په لاس کې و او د طالبانو له پلاوي سره د ویالې ترغاړې څرګند شوی و، هماغه کس و، چې د چاودنه یې پروګرام کړې وه او تراوسه هم پر همدې باور یم.
پر سبا لس بجې بهیر له سره پیل شو او له یو څه مودې وروسته موږ د «اچ کایا» کمپ ته ولېږل شو. درې ساعته کېناستو، ترڅو لویه الوتکه راغله او موږ وردننه شو. خو تراوسه نه پوهېدو پر کومه خوا روان یو، یوازې دومره پوهېدو له دې ځایه ځو؛ خو د کار پای څرګند نه و. الوتکه روښانه وه او ټول خوا پر خوا کېناستو، داسې انځور چې هېڅکله به هم له یاده ونه وځي. دا وروستی تصویر و، له هغې ورځې چې موږ له وطنه لرې شو، هغه ارزښتونه چې تېرو شلو کالو کې ترلاسه کړي و څنګ پر څنګ ناست و او د وطن لرلو احساس مو کاوه. څومره به چې الوتکه پورته کېده، له وطنه لرې کېدو او له ځانه مې د وطن بوی تشېده او پر ځای یې کډوالۍ او بیچارګیو رانغاړه.
تاسې کولای شئ، خپلې کيسې او يادښتونه ۸صبح ورځپانې ته واستوئ. همدارنګه تاسې ته نژدې د پېښو عکسونه او ويډيوګانې د تلګرام لاندینئ شمېرې ته راواستوئ: ۰۷۰۵۱۵۹۲۷۰