نړیوالو رسنیو د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو د روسیې د توغندیزو بریدونو د نوې څپې خبر ورکړی دی.
سکای نیوز یکشنبه د جنورۍ پر ۱۵ یوه راپور کې د اوکراین په څلورم لوی ښار دنیپرو کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ د روسیې د توغندیز برید خبر ورکړی دی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې دغه برید پر یوې استوګنیزې ودانۍ شوی، چې په پایله کې یې ۱۴ تنه وژل شوي او تر ۶۰ زیات ټپیان دي. ۲۲ تنه نور تر اوسه بېدرکه دي.
د ژغورنې ځواکونه د شپې له خوا د بند پاتې کسانو پر ژغورلو بوخت وو او د تر خاورو لاندې د هغوی غږونه اورېدل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، چې ښایي د قربانیانو شمېر زیات شي.
د ویلو ده، چې د روسیې د شنبې ورځې بریدونو د اوکراین په څو مهمو ښارونو له دې جملې کيیف، خارکیف او لویو کې حیاتي بېخبنسټونو ته زیان رسولی دی.