د هلمند یو شمېر ښوونځي په مدرسو بدل شوي

۸ صبح، هلمند: د هلمند اوسیدونکي شکایت لري، چې د طالبانو د جګړو له پای ته رسیدو او بیا واکمنیدو سره، هغوی په نورو بڼو د دوی د عصري زده کړو سیستم ننګوي او ښوونځي یې په مدرسو ور بدلوي.
د دوی په وینا، په هلمند کې تر دې وړاندې هم په پراخه کچه مدرسې فعاله وې، خو د ښوونځیو ښوونیز وضعیت او امکانات ښه نه وو.
هلمند مېشتي د خپل ۵۰ کلن دارالمعلمین له یادولو سره زیاتي، چې د هغه په ګډون ډېر ښوونځي او د عصري زده کړو مرکزونه یې طالبانو په مدرسو بدل کړي دي.
ځایي خلک له طالبانو غواړي، چې د مدرسو او عصري ښوونیزو مرکزونو ترمنځ تعادل وساتي او د عصري زده کړو مینه وال له دغو زده کړو محروم نه کړي.
د هلمند په سنګین ، موسی کلا، مارجې، نوزاد او شمېر نورو ولسوالیو کې سیمه ییزو خلکو ۸ صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د جمهوري نظام پر مهال دوی ته جوړ شوي یو شمېر ښوونځي طالبانو په مدرسو بدل کړي دي.
د سنګین ولسوالۍ یو اوسيدونکی نورګل وایي داسې بریښي، چې طالبان په داسې کړنو په لوی لاس د عصري زده کړو ریښې له منځه وړي.
دی زیاتوي، چې طالبانو خو خپله عصري زده کړې نه دي کړي او ښوونځي یې نه دي جوړ کړي، خو له جمهوري نظامه پاتې ښوونځي او امکانات یې هم پر مدرسو لګوي، چې دا چارې یې هېواد ته ژور زیانونه اړوي.
نوموړی زیاتوي:« موږ شکر ټول مسلمانان او د دیني زده کړو په اړه مثبت نظر لرو، خو طالبان داسې فکر کوي چې مکتبونو کې دین نشته او خلک باید مدرسې ووایي چې طالبان شي. موږ له طالبانو مخکې هم ډېرې مدرسې لرلې او خلک ورتلل، خو طالبان هغه مدرسې هم نه مني او خپل جوړوي، چې دا د اندیښنې وړ دی.»
هغه له طالبانو غواړي، چې په ښوونځيو کې د مدرسو جوړولو پرځای هم مدرسو ته نوې ودانۍ جوړې کړي او هم هغه ښوونځي ورغوي، چې د دوی د مخکینیو جګړو له لاسه ویجاړ شوي.
د مارجې ولسوالۍ یو اوسيدونکی محمد اکرم وایي، د دوی د ولسوالۍ ګڼ ښوونځي هم طالبانو په مدرسو بدل کړي دي.
محمد اکرام زیاتوي، چې د طالبانو له دې کړنې سره د هلمند زرګونه ماشومان او ځوانان د عصري زده کړو له حقه محروم شوي دي.
هغه وویل: « کوم کسان چې مکتب وایي طالبان په ډیره ټیټه سترګه ورته وګوري او استادانو او درسي کتابونو برخې ته یې پاملرنه نه کیږې. مکتبونه یې داسې په مشکلاتو کې پریښي، چې خپله هم کیدای شي وتړل شي، ځکه نه کتاب لري، نه مسلکي معلمان، نه سمه ودانۍ، زده کوونکي کتابونه په بازار کې ځانته اخلي.»
د نوزاد ولسوالۍ یو اوسيدونکی محمد طاهر د طالبانو لخوا په ښوونځیو کې د تازه جوړو شویو مدرسو پر نصاب او فعالیتونو نیوکه لري او وایي طالبان غواړي ټول افغانان د همداسې مدرسو په جوړولو طالبان او افراطیان کړي.
نوموړي وایي: « که نوزاد ولسوالۍ کې وګرځې، زیاتي مدرسي به ووینې. اکثریت یې په ښوونځیو کې اوس جوړ شوي، په زرګونه هغه طالبان پکې روزل کیږې چې په تیرو وختونو کې د طالبانو جنګیالي وو.»
محمد طاهر د سیمه ییزو خلکو له قوله وایي، چې په دغو مدرسو کې زده کوونکو ته د ښوونیزو زده کړو پر ځای د جګړو او وژنو کتابونه تدریسږي او دا کار د زده کوونکو د کورنیو د اندیښنې سبب شوی.
ځایي سرچینو۸ صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د هلمند پر عالي دارالمعلمین سربېره طالبانو د مارجې عالي لیسه ، د موسی کلا د ګل کاریزعالي لیسه ، د سنګین ولسوالۍ د ساروان کلا ښوونځی او ګڼ نور، چې نوملړ یې اوږدیږي په مدرسو بدل کړي دي.
طالبانو د هلمند مېشتو د دغو نیوکو او شکایت په اړه څه نه دي ویلي. د دوی ځایي واکمنان او ویاندویان په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره ویل کیږي، چې په مدرسو د بدلو شویو ښوونځيو او ښوونیزو مرکزونو شمېر سلګونو ته رسیږي او د هېواد د ټولو سیمو اړوند دي.
د ښوونیزو چارو څارونکي اندیښمن دي، چې د طالبانو د مدرسو زیاتوالی او د ښوونیزو مرکزونو محدودل به په افغانستان کې د افراطیت د زیاتیدو خطر نور هم زیات او راتلونکی له ګڼو ننګونو سره مخامخ کړي.