کونړ کې یو شمېر مېرمنو اعتراضي ناسته جوړه کړه

۸صبح، کابل: کونړ ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې لسګونه تنو ښځو د طالبانو له خوا پر هغوی د لګول شویو محدودیتونو له امله یوه اعتراضي ناسته جوړه کړې ده.

سرچینې شنبه د لیندۍ پر شپږویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې ښځو په دې ناسته کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو د تړلو او په دولتي ادارو کې د ښځو د حضور د کموالی په تړاو اعتراض کړی دی.

سرچینې زیاتوي، چې دغه ښځې د کونړ د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکې او یو شمېر یې په مخکیني حکومت کې د مدني ټولنې غړې وې. دغه ښځې له نړیوالې ټولنې غواړي، چې افغانستان کې د ښځو پروړاندې د محدودیتونو د لیري کولو لپاره پر طالبانو فشار راولي.

دغه اعتراضي ناسته په داسې حال کې کېږي، چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار پروړاندې ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button